IQNA

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د خبرواترو دریم پړاؤ په ترکیې کې ترسره کیږی

16:32 - November 05, 2025
د خبر لمبر: 3491970
ایکنا –د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل، د افغانستان مرکچي پلاوی په ترکیې کې د پاکستان له چارواکو سره د خبرواترو لپاره نن ترکیې ته لاړ.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د افغانستان مرکچي پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره دخبرواترو  د دریم پړاړ د ترسره کیدا  لپاره نن چارشنبې ورځې ترکیې ته لاړ،څو له پاکستاني لوري سره ترینګلتیاوې د خبرواترو له لارې حل کړي.

ټاکل شوې ده، د  پاکستان او افغانستان د لوړپوړو پلاؤ ترمینځ دخبرواترو دریم پړاؤ چې  ددواړو هیوادونو له پوله ایزو شخړو وروسوته پیل شوې سبا پنجشنبې ورځې  د ترکیې په استانبول کې په دریم ځل بیا پيل شي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده ، په دغو خبرواترو کې به د  افغانستتاني پلاوي مشرۍ ددغه هیواد د استخباراتو  د مشر عبدالحق وثیق په غاړه وي،ځکه چې د پاکستانی مرکچي پلاوي مشري هم د پوځ د استخباراتي  ادارې د مشر عاصم ملک  په غاړه ده.

داپه داسې حال کې دي چې خبرو سرچینو وئيلي دي، د خبرو اترو اصلی چورلیز به د ټرانزیني لارو پر پرانیستو ،په پولو کې د امنیتی تاؤتریخوالو  پر کمیدا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په پیاوتیا متمرکز وي.

دا په وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو د استخباراتی ادارو د مشرانو ترمنیځ درسمي خبرواترو دریم پړاؤ  دی اوتمه کیږي ددغو خبرواترو  نتیجې  د افغانستان او پاکستان  پر امنیتی ،تجارتي او پوله ایزو  اړیکو باندې په مستقیم ډول مثبتې اغیزې وشیندي او دواړه  ګاونډی هیوادونه  خپلې ټوله ستونزې او مشکلات همدغه شان  خبرواترو له لارې حل کړي او دپولو دواړو خواؤ ته اوسیدونکي په ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/08/14/3440497

captcha