 
ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ د اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکړ، ډاکټرمسعود پزشکیان، پرون د اقتصادي ملګرتیا موسیسې (اکو) دغړو هیوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې په څنګ کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې صمیمي او په لوړه کچه وبللې او وې وویل: د ایران اسلامي جمهوريت او پاکستان ترمنځ اړیکې پر ورورولۍ او ددوه اړخیز باؤر په اساس ولاړې دي او مونږ باور لرو چې زمونږ تعاملات د نورو هېوادونو لپاره بیلګه کیدلی شي او د دوو هېوادونو ترمنځ د علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو پراختیا به د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا سبب شي.
مسعود پزشکیان د دواړو ملتونو د ژورو تاریخي او دیني مشترکاتو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: مونږ د پاکستان خلک خپل وروڼه ګڼو او د دواړو هېوادونو ترمینځ د نږدې اوپه زړه پورې تعاملاتو باندې خوښ یو. امید لرو چې په تهران کې د تاسو شتون او د دې غونډې جوړول به د پخوانیو تړونونو د پلي کولو پروسه چټکه کړي او د دوو هېوادونو لپاره به مثبتې پایلې ولري.
هغه همدارنګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هر ډول شخړو په حل کولو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د هر ډول ملګرتیا او مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړ او وې وویل: مونږ باور لرو چې د تاوتریخوالي د کمولو او له هر ډول ټکر څخه دډډه کولو لپاره هڅې اړینې دي، ځکه چې دا د اسلام د ګران رسول (ص) صریح امر دی. نن سبا له بل هر وخته زیات، اړتیا ده چې مسلمان هېوادونه د یووالي او ورورولۍ په ساتلو سره د ګډ دښمن په وړاندې ودرېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په دې لیدنې کې د اکو د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې د بریالي جوړولو په باب مبارکي ورکړه، د ایران د حکومت او ملت څخه د مېلمه پالنې ئې هم مننه وکړه او وې وویل: په تېر یوه کال کې، زما دا څلورمه سفر دی چې اسلامي ایران ته راځم، چې دا د اسلام آباد او تهران ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتیا او دملګرتیا د پراختیا اهمیت ښئي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پاکستان ته د ډاکټر پزشکیان د تاریخي سفر یادونه وکړه، او زیاته ئې کړه: امید لرو چې ، ترلاسه شوي تړونونه به په راتلونکي کې عملي شي او څرګندې پایلې ولري. سرحدي ملګرتیا او له ترهه ګرۍ سره د ګډې مبارزې اقدامات ښه پرمختګ لري او د اوڅاره پرمختګونه ترلاسه شوي دي.
سید محسن نقوي همدارنګه، ترهه ګري او د غیرقانوني مهاجرینو مسئله د ایران او پاکستان ګډې اندیښنې وبللې او و ې وویل: خوشبختانه په دغو ډګرونو کې د دوو هېوادونو ملګرتیا ګټه ورې پایلې لري. په عین حال کې د افغانستان حکومت سره جوړښتي خبرې اترې روانې دي او مونږ غواړو چې شخړې د خبرو اترو له لارې په سوله ییزډول حل شي. او هڅه کوو چې د سیمې هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات نشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په پای کې د پاکستا ن او افغانستان ترمینځ د ترینګلتیاؤ د ختمولو په اړه د ایران داسلامی جمهوریت د مینځګړیتوب د وړاندیز تود هرکلی وکړ او ټينګار ئې وکړ چې د سیمې په تیره بیا ګاونډي هیوادونه د یوه بل به درد رسیږي او باید چې ګاونډي هیوادونه خپل مینځئ ترینګلتیاوې په خبرو اترو او مشورو سره حل کړي .
https://iqna.ir/fa/news/4313385