IQNA

د بوسنیا د اسلامي ښوونځي د څلور سوه کلنې کلیزې جشن ترسره کېږي

8:33 - November 01, 2025
د خبر لمبر: 3491947
ایکنا - د بوسنیا د بهرام بېګ اسلامي ښوونځي د تاسیس څلور سوه کلنئ کلیزې د نمانځنې لپاره بېلابېل پروګرامونه ترسره کېږي.

ایکنانیوزد «المسلمون حول العالم» له قوله راپور راکړی، د بوسنیا د بهرام بېګ  اسلامي ښوونځي د څلور سوه کلونو مخینې ته په پام سره  کلیزې د نمانځنې د چمتووالي چارې روانې دي.

تمه ده چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د دغه اسلامي ښوونځي د بډایه تعلیمي میراث د نندارې لپاره ګڼ شمېر تعلیمي، فرهنګي او فکري پروګرامونه ترسره شي

د دې تاریخي مناسبت د نمانځنې د تیاریو په موخه، د توزلا مفتی، وحید فادیلوویچ، د بهرام بېګ د ښوونځي له رئیس ادمیر ماراتوویچ او د هغه له همکارانو سره د همغږۍ ناسته وکړه،څو د ۲۰۲۶ کال لپاره د پلان شوو پروګرامونو په اړه بحث او همغږي وشي.

په دې ناسته کې، د توزلا مفتی د بهرام بېګ د ښوونځي پر مهم رول ټینګار وکړ او څرګنده ئې کړه چې دا ښوونځی په توزلا او د بوسنیا په شمال ختیځ کې د اسلامي تعلیم د بنسټیزو ریښو استازیتوب کوي، او د تاریخ په اوږدو کې تل د خلکو او دیني علماوو له خوا ئې درناوی شوی دی.

 بهرام بېګ ښوونځی چې د اوولسمې پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې تاسیس شوی،په بالکان سیمې کې یو له پخوانیو اسلامي تعلیمي بنسټونو څخه ګڼل کېږي. د دې ښوونځي د فعالیت او شتون تر ټولو پخوانی مستند لیکلی سند د ۱۶۲۶ کال پورې اړوند دی.

په وروستیو کلونو کې له دې ښوونځي څخه له سلو زیات حافظان فارغ شوي دي، چې ډېری ئې خپلو پوهنتوني زده کړو ته په بېلابېلو څانګو کې دوام ورکوي. دا— په ځانګړي ډول په توزلا او د بوسنیا په شمال ختیځي سیمې کې د قرآن کریم د حفظ، اسلامي زده کړو او د دیني پوهاوي د دودولو  په برخې کې،  د دې ښوونځي مخکښ رول څرګندوي.

https://iqna.ir/fa/news/4313726

captcha