IQNA

په قرآن کې توَکل/9

د انسان پر حرکت د توَکل د معرفتی لوازماتو اغیزې

10:54 - April 27, 2025
د خبر لمبر: 3491018
ایکنا – ځینی دینی باؤرونه نه یوازې د توکل معرفتي لوازمات دي ، بلکې  د انسان پر حساسیّت هم اغیزې شیندي. د مثال لپاره؛په الهی اوصافو باندې د انسان معرفت لامل کیږي، څو انسان  پخپل  چلند کې د حق په لاره کې  له صبر ډک ،شجاع او عزتمند کړچار ولرل شي.

  د انسان ځینې پوهې د کایناتو او الله تعالی په اړه له  مخلوقاتو  ناامیدي او معبود ته ګروهنه او لیوالتیا رامینځته کوي. په حقیقت کې، دا پوهه  د انسان د هغه ذات په لور لارښوونه کوي چې یوازې او یوازې پر هغه تکیه کیدی شي: «وَ عَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ» (ابراهیم: 12). په دوام کې دغه باؤرونه  انسان د حق په لاره روانوي او په دې لاره کې ګامونه پورته کوي.

  د حق لارې ته  د هغه په واریدیدا سره ، په لاره کې یې ستونزې راڅرګندیږي، خو توَکل کونی کس د دغو ټولو په وړاندې له خپلې خوا  په  صبر، عزت، زړورتیا او تقوا مشتمل غبرګون ښيي. له همدې امله ویلای شو چې معرفتي اړتیاوې د انسان له هوډ سره تړاو لري او د توکل عملي  ضرورتونو ته رسیږي.

الله تعالی په   توبه سورې کې لومړی د پیغمبر اکرم د مهربانۍ او د خلکو د هدایت لپاره د هغه د ډيرې  لیوالتیا په اړه خبره کوي؛ لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ». بیا په راتلونکي آیت کې وايي چې هیڅوک دا فکر ونه کړي چې د پیغمبر هڅې او رأفت د خلکو  د اړتیا لپاره وو، ځکه که ټول خلک له هغه مخ واړوي، نو الله ورسره دی. هغه  خداي  چې د کایناتو عظیم نظام ساتي او تدبیر کوي ئې، یو کوچنی انسان هم د خپل لطف لاندې ساتلی شي: «فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ» (توبه: 129). 

همدارنګه، په سوره احزاب کې لولو: «وَ لَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَ الْمُنَافِقِينَ وَ دَعْ أَذَاهُمْ وَ تَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا» (احزاب: 48).  د کافرانو او منافقانو د آزارونو او خنډونو پروا نه کول، د هغوی د غوښتنو په وړاندې مقاومت کول او د هغوی د چلند له امله ناامیده نه کیدل، په الله تعالی   توکل  ته اړتیا لري، ځکه هغه غوره کار جوړونکی او ساتونکی دی. په حقیقت کې، د دې توکل عملي اړتیاوې صبر، عزتمندي او  له نتیجې ئې  نه وېرېدل دي.

https://iqna.ir/en/news/3492622

captcha