د حج سورې په ۲۸ آیت کې راغلي؛ لِیَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِی أَیَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ...»؛ دا آیت په روښانه توګه د حج د لوړو موخو په اړه خبرې کوي. دا موخې هم عبادي اړخ لري او هم غیر عبادي؛ هم د الله یاد دی او هم له ګټو څخه برخمن کېدل. د دې آیت له مخې، انسانان د خداى کور ته بلل شوي څو خپلې ګټې وویني ، داسې ګټې چې حضرت امام رضا (ع) ئې د ځمکې پر ټولو اوسیدونکو، هغه که حاجي وي او که نه، شاملې بللې دي.
دا ګټې په مطلق ډول بیان شوې او د یوه ځانګړې اړخ پورې محدودې نه دي. ځینې مفسرانو، لکه ابنعباس، دا ګټې مادي او سوداګریزې بللې،چې دلیل ئې بل آیت دی؛ لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُناحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلاً مِنْ رَبِّكُمْ؛ (بقره: ۱۹۸). ځینې نورو بیا دا ګټې یوازې معنوي ګڼلې دي.
خو په حقیقت کې، دا ګټې د دنیا او آخرت دواړه اړخونه په بَر کې نیسي. یعنې ټولې معنوي او مادي ګټې، وګړنیزې او ټولنیزې پایلې،او سیاسي،اقتصادي او اخلاقي فلسفې پکې شاملې دي. د دې خبرې اصلي دلیل په آیت کې موجود دی چې د دنیوي یا اخروي ګټو پورې محدود شوی نه دی.
د حج ستر موسم د هغو انسانانو د ویښتا مرکز کیدلی شي چې د ساډوبئ له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي. په دې سفر کې مسلمانان، د اسلامي یووالي د ښودلو ترڅنګ، له یو بل سره اړیکې ټینګولی او د نورو هیوادونو د حالاتو او سیاسي خبرونو په اړه معلومات ترلاسه کولی شي.
پر دې سربېره،له مشرکانو څخه د برائت اعلانول د حج په مراسمو کې، لکه چې په سورة توبه آیت ۳ کې راغلي: «وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُ ؛، د حج د سیاسي اړخ څرګندونه کوي او د اسلامي امت د سترو سیاستونو د اعلان لپاره مناسب ځایکیدلی شي.
په یوه کلمه کې، حج یو عبادت دی چې په هغه کې روح د الله په یاد سره پاکېږي، عقل د عبرت په زده کړې سره غني کېږي، بدن د ریاضت له لارې پیاوړی کېږي، او امت په یووالي، پوهاوي او دښمن پېژندنې سره پياوی کېږي.
https://iqna.ir/en/news/3493274