ایکنانیوز- کله چې حضرت امام حسین علیه السلام د یزید د ناراو او جنایتکار او مستبد حکومت په وړاندې قیام وکړ،نو په پیل کې یوازې او بې ملګرو پاتې شو، هیچا ورسره مرسته ونه کړه او په نهایت کې ، هغه کلابند شو او بیا په یوې خونړئ جګړې کې سره د خپلو وفادارو یارانو شهید شو. له همدې امله د احضرت امام حسین علیه السلام مظلومیت دومره روښانه او ژور دی چې دا د قرآن کریم دځينو آیتونو روښانه مصداق ګڼل کیدلی شي.
د قرآن کریم د اسراء سورې په ۳۳ آیت کې په دې ټکي ټينګار شوی چې دا انسان وینه حرمت لري او که څوک ناحقه ووژل شي، نو هغه به د وینې د حق قصاص ولري.
«وَ لا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَ مَنْ قُتِلَ مَظْلُوماً فَقَدْ جَعَلْنا لِوَلِيِّهِ سُلْطاناً...» (اسراء/۳۳)
؛ او هغه څوک چې خداوند ئې وژل حرام ګرځولي دي، له حق پرته ئې ونه وژنئ، او هرڅوک مظلوم ووژل شي، مونږ د هغه د ولی لپاره البته د هغه د وینې د قصاص حق ورکړی دی
د انسانانو ژوند ته احترام ، یوه داسې چاره ده چې په تولو دینونو او د اخلاقو په نظامونو کې لیدل کیږي، خو په اسلامی روایتونو کې ، د د مظلومانه قتل ترټولو څرګند مصداق د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو وینه معرفی شوې ده .په ځينو روایتونو کې د حضرت امام حسین علیه السلام د وینې غچ اخستونکی ولي ، هماغه مهدي موعود(عچ) بلل شوی دی چې په راتلونکي کې به د هغه د وینې غچ او د حق د احقاق لپاره قیام وکړي.
د قرآن کریم د حج سورې په یوه بل آیت کې هم ، هغو مظلومانو ته چې له ځانه ددفاع اجازت لري، اشاره شوې ده ؛ أُذِنَ لِلَّذينَ يُقاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَ إِنَّ اللَّهَ عَلى نَصْرِهِمْ لَقَديرٌ» (حج/۳۹)
؛ هغو کسانو ته چې ورباندې ظلم شوی او له تیري سره مخ شوی، د اجنګ اجازت ورکړل شوی دی؛ او بې شکه خداوند دهغوي پر مرستې توانا او قدرتمن دی::
دغه آیت هم ډځينو مفسّرانو او راویانو په وینا، د حضرت امام حسین علیه السلام مظلومیّت ته اشاره کوي؛ ځکه هغه بزرګوار هم دخداي ددین ددفاع او له ظلم سره د مقابلې لپاره جنګ ته مجبوره شو.
له بل پلوه د حضرت اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو په قضیې کې چې په قرآن کریم کې راغلی دي، خداوند حضرت ابراهیم علیه السلام ته فرمان ورکړ، د خپل بچي په ځای دې هغه پسه چې د خداي له خوا نازل شوی ؤ ،قرباني کړي. د صافات سورې په (۱ـ۷) کې دغه لویه قرباني؛ ذِبّحِ عَظیّمِ؛ یاد شوې ده وَ فَدَيْناهُ بِذِبْحٍ عَظيمٍ» (صافات/۱۰۷).
دځينو تفسیري آیتونو په اساس؛ ذبح عظیم؛ یوازې پسه ته اشاره نه کوي، بلکې په یوه لالوي حقیقت دلالت کوي. ځيني مفسرّان په دې اند دي چې دغه لویه قرباني ، د ابراهیم علیه السلام له نسل څخه هغه کس ته اشاره کوي، چې دخداي په لاره کې خپله دهغه وینه وبهول شوه. دغه کس حضرت امام حسین علیه السلام دی . دپیغمبر اکرم په یوه روایت کې راغلي دي چې خداوند د امام حسین علیه السلام دشهادت داستان د ابراهیم علیه السلام لپاره روښانه کړه او ابراهیم له ډير غمه ډير زیات وژړید.
https://iqna.ir/en/news/3493685