ایکناتیړز راپورراکوي، د حسینی عاشورا د شپې قرآني احیاء مراسم د شنبې په ماښام، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۴ ، د قم ولایت د قرآني فعالانو او عمومي مینهوالو په شتون کې په جمکران مقدس مسجد کې ترسره شول.د دغو مراسمو په پیل کې، چې د یکشنبې تر سهار اذان پورې ئې دوام درلود، د ایران نړیوال قاري، وحید نظریان،د قرآن کریم څو آیاتونه تلاوت کړل او وروسته د قم د علمیه حوزې استاد، حجتالاسلام والمسلمین محمدمهدی ماندگاري،وینا وکړه.هغه وویل: د عاشورا شپه د بشري تاریخ د تر ټولو غمجنې او له مصیبته د ډکې شپې په توګه، نه یوازې د یو کامل انسان د شهادت شپه، بلکې د انسانانو د برخلیک ټاکلو په لاره کې یو مهم ټکی دی. دا هغه شپه ده چې خداى پاک د قرآن ناطق، حضرت امام حسین (ع)، په وسیله انسانان په دوو جلا ډلو ووېشل؛ هغه کسان چې د حق او حقیقت په لاره روان شول او بله هغه ډله کسان چې د ظلم او انحراف په لاره روان شول.حجةالاسلام ماندگاري زیاته کړه: د عاشورا شپه د غیرتمنو کسانو او د هغو زبونو انسانانو د تشخیص شپه ده چې ظاهراً انسانان دي، خو په باطن کې له حیوانانو هم بدتر دي. که مونږ د امام حسین (ع) ژوند ته، چې پخپله د قرآن کامل تجسم او آسماني معلم دی، او د هغه د لارې شهیدانو ته، چې د قرآني تعلیماتو پر اساس روزل شوي، په دقت سره وګورو، نو پوهه به شو چې د دغو سترو شخصیتونو پېژندل د قرآن حقیقت د شخصي او ټولنیز ژوند په پلي کولو کې لاره ده.د قم د حوزې علميې دغه استاد د قرآن کریم هغه آیتونه چې د امام حسین (ع) لارې ته اشاره کوي، معرفي کړل او روښانه ئې کړه: دا تربیتي لاره د سورة حمد څخه پیلېږي. خداوند وايي؛ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ؛ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ؛ خداوند یو تربیتي ټغر دسترخوان غوړولی چې مستقیمه لاره ئې د خپلو بندگانو لپاره پکې پراخه کړې ده. دا مفهوم د انسان سورې په درېیم آیت کې هم ټینګار شوی، هلته چې فرمایي: «إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا ؛ یعنې خداوند د انسانانو لپاره د هدایت لاره پرانیستلې، خو د دې تربیت منل یا په شکر او منلو او یا په کفر او انکار سره پای ته رسېږي.ماندگاري وویل: په تاریخ کې انسانان په دوو ډلو وېشل شوي؛ یوه ډله هغه دي چې «تربیت کیږي او د قرآن او اهلبیتو (ع) په وسیله روزل شوي او د حق په لاره روان دي، او بله ډله هغه دي چې «تربیت څځه تښتي. د رسول اکرم (ص) او معصومو امامانو (ع) په زمانې کې، هغه کسان چې دا تربیتي لاره یې منلې وه، لږ وو. د امام حسین (ع) په زمانه کې دا شمېر ۷۲ کسانو ته ورسېد؛ هغه کسان چې نه یوازې په قیامت کې ورته خاص سلام او احترام ورکول کېږي، بلکې د قرآن او عترت د تربیت د بشپړ منلو سمبول دي.هغه د سورة آلعمران در یم آیات ته اشاره وکړه او وویل: خداوند په دې آیت کې فرمایي: «وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ»، خداوند په روښانه توګه یو لوی حقیقت بیانوي چې د حق د لارې د شهیدانو برخلیک پکې درک کېږي، هیڅکله فکر مه کوئ هغه کسان چې د خداى په لاره کې وژل شوي مړه دي؛ هغوی ژوندي دي او د خپل پروردګار په نزد روزي خوري. دا شریف آیت ښئي چې هغه شهیدان لکه امام حسین (ع) او د هغه وفادار یاران، چې په عاشورا کې شهیدان شول، په حقیقت کې ژوندي دي او د خداوند متعال په وړاندې په لوړ مقام او کرامت کې روزي خوري.ماندگاري د فجرسورې وروستي آیتونو ته اشاره وکړه او وویل: په دې آیتونو کې خداوند نفس مطمئنه ته وعده ورکوي: «يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ؛ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً؛ فَادْخُلِي فِي عِبَادِي؛ وَادْخُلِي جَنَّتِي» دا آیت د هغو کسانو لپاره خاص جنت ته د واریدولو وعده بیانوي چې الهي رضایت ترلاسه کړي، هغه جنت چې د کربلا شهیدان او اهل بیت (ع) ئې تر ټولو لوي اوسیدونکي دي.هغه زیاته کړه: دوهمه ډله مشکوک خبرونه دي، په حجرات سورې ۱۲م آیت او د عبسسورې په ۳۴ آیتونو کې دې موضوع ته اشاره شوې. په حجرات سورې کې فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ» اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، له ډېرو ګمانونو څخه ډډه وکړئ.ماندگاري په پای کې وویل: دریمه ډله صادق او حقیقي خبرونه دي چې خداى او د هغه والیان ئې بیانوي او ملاتړ ئې کوي. د امام حسین (ع) ۷۲ یاران د دغې ډلې پيروان وو، په داسې حال کې چې ډېر نور په لومړۍ او دوهمه ډله کې وو.
https://iqna.ir/fa/news/4292789