iqna

IQNA

بچوې
قیام
ایکنا-(تهران) د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو او اردن خارجه وزارتونو د ابراهیمي حرم پر دیوالونو  دبیرغونو په لګولو  کې د صهیوینسيټي رژيم د تیریو په محکومیّت سره  د اردن او فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارتونو  له دغو اقداماتو سره د  نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3487237    خپرونې تاریخ : 2023/04/25

ایکنا-(تهران) حقیقي عارف هغه نه دی چې یوازې پر روحانیّت تمرکز وکړي او له ظلم او کړاؤه غافل شي، بلکې  عرفان ایجابوي چې  هغه دنورو دحقوقو په باب بې پروا نشي پآتیکیدلی.
د خبر لمبر: 3487138    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران)ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب معظم رهبر جوته کړه:  تبلیغات کیږي چي د اسلامي جمهوریت نظام له بندون سره مخ شوی خو که داسي وي نو بیا ولې دښمن زمونږ د غورځولو لپاره دومره زیاتې پیسې لګوي؟ بندون سره مخ شوی حکومت په خپله ړنګیږي.
د خبر لمبر: 3486907    خپرونې تاریخ : 2023/02/15

ایکنا-(تهران) د انساني علومو په حوزې کې یوې فعالې موسیسې د کربلا د واقعې او د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د فلسفې په موضوع صره  یو کتاب خپور کړ.
د خبر لمبر: 3486476    خپرونې تاریخ : 2022/11/19

ایکنا-(دتهران د جمعې لماځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې دسید الشهداءعلیه السلام د پاڅون لومړنی حکمت، دامامت احیاءوه ،ووئیل د امام حسین علیه السلام د وخت ټولنه تر ډیره حده  له اخلاقي ګډوډیو،فساد،بداخلاقیو او دتقوا له مرکزه لیرې شوي وه، چې  د امام حسین(ع) شهادت ته مخه کړه دغه ډول رذالت دایشوا کولو لپاره لازمه وه څو هغه بزرګوار په قرآن کریم کې بیان شوی او په غدیر خم کې انځور شوی امامت  په وینې ورکولو او خطبو بیانولو سره  احیاء کړي.
د خبر لمبر: 3486098    خپرونې تاریخ : 2022/08/12

ایکنا-(ایران)د ایران اسلامی جمهوریت نن د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او دامامت او ولایت دآسمان څلورم ستوري حضرت امام زین العابدین علیه السلام دشهادت  د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دی او په دې مناسبت مینه وال دستورې جوړوي او  داهل بیت علیهم السلام  له سیرته خپل زړونه خړوبوي.
د خبر لمبر: 3486090    خپرونې تاریخ : 2022/08/10

ایکنا-(تهران)په کربلاکې د حسیني مقدس آستان مسئولانو دیوې اعلاميې په صادرولو سره ووئيل،په کربلا معلی کې سږکال دتاسوعا او عاشورا په ولولناکو دستورو کې د ګډون لپاره دحسینی مینه والو شمیر له ۲۰۰۳کاله راپه دې خوا تر دې دمه  بې مخینې دی.
د خبر لمبر: 3486084    خپرونې تاریخ : 2022/08/09

ایکنا-(تهران) د حسینی عاشورای دشبې دعزادارۍ دستورې اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره په تهران کې په امام خمینی امامباړې کې ترسره شوې
د خبر لمبر: 3486080    خپرونې تاریخ : 2022/08/08

د عاشورا اصل معنا او مفهوم
ایکنا-(تهران)عاشورا د فاسد سیاسی نظام او د غلطو حکمرانانو د رودې په وړاندې دمقاومت لپاره  یوه بې مخینې او استثنائي بیلګه ده.په نوي پړاؤ کې  مسلمان آزادي غواړي ځواکونه او حتی د ګاندهي په شان هغه کسان چې د آزادي غواړو غورځنګونو رهبري ئې په غاړه درلودلې، د عاشورا له واقعیې ئې الهام اخستی دی.
د خبر لمبر: 3486076    خپرونې تاریخ : 2022/08/07

ایکنا-(تهران) د شهیدانود سردار او د کربلا د حماسې بیرغوال حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ  له شپو ورځو سره په یووخت د محرم الحرام د میاشتې په لومړۍ جمعې ورځې د درستې نړۍ په څير دایران په اسلامی جمهوریت کې هم د تنکیو حسینی  ماشومانو سترې غونډې دایران په پنځه زره اوه سوه ځایونو کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486073    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-(تهران)د جنوبی افریقا یو اوسیدونکی  د شیعیّت د مطالعاتو استاد او پادري  هغو روایتونو ته په اشارې سره چې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په باب ، د کربلا له واقعې  مخکې اووروسته  موجوددي ووئيل؛دیوه مسیحي څيړاند په توګه زما له نظره په کربلا کې د امام حسین پیغام، د بشریّت دنجات لپاره له ځانه تیریدل وو او  په دې لارې کې ئې  له درست توکمیز ،دیني او ملیَتي سرحدونو څخه تیر شو.
د خبر لمبر: 3486069    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-(تهران)اسلام د تاریخ یو مهم ټکی،هغه اقدام دی چې دحضرت محمد مصطفی(ص) لمسي د حج د مناسک  په مینځ کې پيلوي او ددیني اوسیاسی پاڅون او قیام په نیّت،دعراق په لور حرکت کوي. یو داسې اقدام چې د پاڅون کونکو شهادت لامل کیږي،خو په نهایت کې سبب شوی،په تاریخ کې د ریاکاروحاکمانو د انحرافاتو په مقابل کې  داسلام  حقیقي لاره ثبت  او تل پاتې کړي.
د خبر لمبر: 3486033    خپرونې تاریخ : 2022/07/27

تهران (ایکنا)- حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ای له موخو څخه  داسلامی انقلاب د لیرې والی په باب له انقلاب سره د زړه لګونکو مدعیانو ځينی څرګندونې صادقانه ونه بللې او وې فرمائيل ؛هغه کسان چې اشرافي ژوند او روده لري  یا د استکبار او امریکاپه مقابل کې د تسلیمیدا ډنډورې وهي  او له انقلاب سره اړونده او پانبده نشي کیدلی ،ځکه چې دانقلاب شعار په ابله پښو او محرومو څخه ملاتړ او له استکبار سره مقابله  ده او ددغه شان کسانو داسې خبرې د منلو وړ نه دي .
د خبر لمبر: 3485428    خپرونې تاریخ : 2022/02/17