یکنانیوز راپور راکوي، د صهيونستي رژيم د جون په ۱۳ ( د غبرګولي په ۲۳) پر ايران يو ه هر اړخیزه او ناڅاپي حمله پيل کړه او بېلابېل پوځي او اټومي مرکزونه ئې په نښه کړل. دغه رژيم همدارنګه یو شمیر لوړپوړي پوځي قوماندانان ، اټومي ساينسپوهان او او د ښځو او ماشومانو پشمول عام خلک هم شهیدان کړل. متحده ايالاتو هم د ايران په مرکز کې د سولهييزو اټومي تاسيساتو په نښه کولو سره په دغه تېري کې برخه واخيسته. د ايران وسلهوالو ځواکونو په ځواب کې، د نوي او ماډرن توغنديو په کارولو سره، چې په دقت سره ټاکل شويو اهدافو ته رسېدل، د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د صهيونسټانو پوځي او صنعتي بیخ بینائي تاسیسات په نښه او ويجاړ کړې. ايران همدارنګه په قطر کې د امريکا يوه مهمه پوځي هوايي اډه العدید هم په نښه کړه څو د امريکا تېري ته ځواب ووايي. له ۱۲ ورځو وروسته، نیواکګر صهیونیسټي رژيم اړ شو چې د واشنګټن له خوا وړانديز شوي تړون سره سم، يو اړخيز اوربند اعلان کړي.
يو ملیشیايي څېړونکي د صهيونسټي رژيم او متحده ايالاتو له خوا پر ايران د غيرقانوني تېري په وړاندې د مسلمانو هېوادونو په ناکافي غبرګون سخته نيوکه وکړه. د ماليزيا د اسلامي تنظیمونو د مشورتي شورا (MAPIM) مشر محمد عزمي عبدالحميد، له ايکنانیوز سره په خبرو کې وويل: د نړۍ د اسلامي هېوادونو غبرګون په دردوونکي ډول ناکافي ؤ. په داسې حال کې چې ډېرو مسلمانو هېوادونو اعلاميې خپرې کړې او ځينو ډيپلوماتيک اقدامات وکړل، خو په دې بحراني شېبې کې د اسلامي هېوادونو ترمینځ اړينه همغږي او قاطعيت ونه ليدل شو.
دغه ملیشیائي تحللګر او پوهاند څخه ایکنانیوز پوښتنه وکړه، آيا تاسو فکر کوئ چې د اسرائيلي بريدونو د ملګرو ملتو د امنيت شورا له خوا نه غندل، په نړيوالو موسسو کې د يو جوړښتي تعصب نښه وي ؟ د اکثريت مسلمان هېوادونو سره هېوادونه بايد د داسې بېعملی په وړاندې څه ډول غبرګون وښيي؟نو هغه هم په ځواب کې ووئيل؛په بشپړه توګه. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د پریکنده اقدام نشتوالی، په نړيوال نظام کې د ژور جوړښتي تعصب نښه ده؛ یو داسې ځای چې يو شمېر دايمي غړي د ويټو له حقه د خپلو متحدينو د ساتنې لپاره کار اخلي، پرته له دې چې د هغوی جنايتونه په پام کې ونيسي. دغه ريښهلرونکی تعصب اسرائيلو ته اجازت ورکړې چې لسيزې وشي نیواک، اپارټايد او اوس نسلوژنه پرته له کومې پايلې ترسره کړي. د اکثريت مسلمان هېوادونو هېوادونه نور بايد د يو ناکاره سيستم غوښتنه ونه کړي. دوی بايد د اسلامي ملګرتیا موسیسې ، د نائيلي غورځنګ، آ.سه.آن، بريکس او نورو څو اړخيزو تړونونو له لارې موازي ډيپلوماتيک ائتلافونه جوړ کړي،څو تیریګر رسوا او منزوي کړي او تر دباؤ لاندې يې راولي.
له دوي بیا پوښتنه وشوه چې ستاسو په نظر، مسلمان هېوادونه بايد کومې اوږدمهاله ستراتيژۍ تعقيب کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی ګډ غږ اورېدل کېږي او داسې دښمنانه کړنې – که د فلسطين، ايران يا نورو پر وړاندې – عادي يا له پامه ونه غورځول شي؟ ،نو دغه ملیشیائي شناندي ووئيل؛مسلمان هېوادونه بايد له غبرګون څخه د ستراتيژيک ليد او نهادي ځواکجوړونې په لور حرکت وکړي. باید د اسلامي ملګرتیا موسیسې په جوړښت کې اصلاح وشي ،څو له يوې سمبوليکې موسسې څخه په يوه اجرايي ظرفيت او ګډو سرچينو لرونکې موسسې بدله شي، د نړيوالې جنايي محکمې، نړيوالې عدليې محکمې او د خلکو د محکمو له لارې د جنګي جنايتونو او نسلوژنې پر وړاندې په همغږو حقوقي اقداماتو کې برخه واخيستل شي . په پای کې، مسلمان هېوادونه بايد ستراتيژيک يووالی پياوړی کړي، نه يوازې کلامي پيوستون . مونږ بايد د اوږدمهاله مقاومت لپاره – له فکري، ډيپلوماتيک او جوړښتي پلوه – چمتو شو څو د امت عزت، حقوق او امنيت وساتو.
https://iqna.ir/fa/news/4292505