ایکنانیوز د پيارس ټوډې له قوله رايور راکړ د اسلامي انقلاب سترمشر په دغې پیښې کې د اغېزشیندونکو اقداماتو په ترسره کولو سره ایران د دښمن پر وړاندې تر بریا پورې رهبري کړ.
پر ایران د صهیونیستي رژیم پوځي یرغل د جون په ۱۳مه پیل شو. د دغه یرغلونو په ترڅ کې اټومي تاسیسات،پوځي مرکزونه او د هستوکنې عام ځایونه لکه روغتیایي مرکزونه، د اوین زندان او استوګنیزې سیمې په نښه شوې، چې د یو شمېر لوړپوړو پوځي قوماندانانو، اټومي ساینسپوهانو او عامو خلکو د شهادت لامل شو.
له دې یرغل وروسته، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنهای په یوه پیغام کې اعلان وکړ؛د ایران ملي امنیت باندې هر ډول تیری به له سخت او پښیمانونکي ځواب سره مخ شي.»
په دې مطلب کې د پارس ټوډي له خوا د یادې جګړې پر مهال د آیتالله امام خامنهای د اساسی رول په مدیریت او په هغې د نړیوالو عامه افکارو د اغیزې په اړه بحث شوی
د ایران د وسله والو ځواکونو بیا تنظیمول
د جون د ۱۳په لومړیو ساعتونو کې، د صهیونیستي رژیم د هوايي یرغلونو له پیل وروسته، په تهران کې یو لړ چاودنې وشوې او یو شمېر لوړپوړي قوماندانان شهیدان شول.
د بحران د مدیریت له نظره، د لومړۍ کرښې قوماندانۍ نشتوالی په لومړیو ساعتونو کې د هر هېواد لپاره کولای شي د کنټرول سلسلې د سقوط او حیاتي پریکړو په ځنډولو معنا ولري. خو اصلي پیښه د دې تصور برعکس وه.
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر په هماغه لومړیو ساعتونو کې د یوه عاجل پیغام له لارې ځای ناستې وټاکل او ماموریتونه یې ورته وسپارل.
د قوماندانۍ جوړښت په چټکۍ سره بیا ورغول شو او د اړیکو مرستندویه کرښې فعالې شوې. په څو ساعتونو کې، د ایران قاطع ځواب عملیات پیل شول او د هماغه ورځې په غرمه د دقیقو توغندیو لومړۍ څپه د تل ابیب او د نیواکي ټاټوبو په نورو برخو کې د دښمن د دفاعي سیسټمونه او لوژستیکي زېرمې په نښه کړې.
دا چټک عمل احتمالاً د دوو عواملو پایله وه: لومړی، د قوماندانۍ خلاص او ماژولار جوړښت چې مخکې له دې په ګډو پوځي تمرینونو کې ازمویل شوی و او د قوماندانۍ بدیلې کرښې یې چمتو ساتلې وې، او دوهم، د اسلامی انقلاب مشر د عمومي قوماندان په توګه د پریکړو په سر کې شتون درلود چې د یوه فرمان له لارې یې د وخت د ضایع کیدو مخنیوی وکړ.
د جګړې د لومړۍ ورځې تجربه ښيي چې د «پریکړه کې تمرکز او په اجرا کې تمرکززدایي» تفکر، د مدرنې او چټکې جګړې په شرایطو کې، کولای شي د یوه هېواد د مقاومت اصلي ستنه وي او بریا ته یې ورسوي.
دا پیښه باید د ایران د دفاع په برخې کې د اسلامی انقلاب مشر د پوځي پالیسۍ د روښانه نقطو څخه وشمېرل شي.
د عامه افکارو مدیریت
د پوځي بحرانونو په عرف کې، لوړپوړي مشران معمولاً د رسمي ټریبونونو یا د ګډو کمیټیو له وچو بیانیو څخه خبرې کوي، خو د اسلامی انقلاب سترمشر درې ځله د کیمرې په وړاندې د ایران خلکو سره مستقیمې خبرې وکړې.
د دې اقدام اهمیت یوازې د پیغام په محتوا کې نه و، بلکې په «وختبندی» او «د اجرا په ډول» کې هم دی.
لومړی پیغام دقیقاً د ایران د لومړیو توغندیو د تل ابیب پر لور د توغولو سره سم خپور شو.
دا یووخت والی د «روا دفاع» د ایران د خلکو لپاره د پیوستون روایت او د بهرنیو ناظرینو لپاره ثابته کړه، چې پریکړه، اجرا او خبر ورکول په یوه وخت او یو چوکاټ کې ترسره کیږي.
دوهم پیغام د جګړې په شپږمه ورځ خپور شو، په داسې حال کې چې دښمن د لومړۍ څپې په کنترولولو کې له ناکامۍ وروسته، پر ښارونو د خوارو وارو بریدونو ستراتیژي غوره کړې وه.
د اسلامی انقلاب مشر په ارام خو قاطع بیان سره پر «استقامت، آرامۍ او پر وضعیت تسلط» ټینګار وکړ او عملاً د ټولنې رواني الګو له «اضطرابي غبرګون» څخه «فعال کنټرول» ته بدله کړه.
درېیم پیغام د جګړې له درېدو وروسته خپور شو، چې «نه تسلیمدل» یې روښانه کړ؛ دا د بهرنیو جریانونو لپاره یو روښانه ځواب و چې هڅه یې کوله د جګړې درېدل د ایران د ماتې په توګه وښيي.
د بحران د اړیکو له نظره، دا درې پیغامونه د ملي روایت سرپلونه جوړ کړل او اجازه یې ورنه کړه چې خبري شکاف یا د دښمن د روایت غلبې د عامو خلکو روحیه کمزورې کړي.
انتخابي شفافیت د شعار او مبالغې پر ځای ونیول شو؛ له همدې امله، پیغامونه حتی د غیر دوستانه عامه افکارو لپاره هم باوري شول.
په سیمه او نړۍ کې د محبوبیت زیاتوالی
د آیتالله امام خامنهای له خوا د بحران مدیریت نه یوازې په ایران کې، بلکې په نړیواله کچه هم وستایل شو.
نړیوالو رسنیو لکه الجزیره او ګارډین اشاره وکړه چې ایران د لږ تر لږه مرګ ژوبلو او زیاتې اغېزمنتیا سره اسرائیل اړ کړ چې شاتګ وکړي.
همدارنګه، په ټولنیزو رسنیو کې، د اسلامی انقلاب مشر او امام خامنهای په نوم هشتګونه ترنډ شول او ښودل یې چې د ایران او د هغه د مشرتابه انځور په نړیوالو عامه افکارو کې پیاوړی شوی دی.
د پروپيګندو پر وړاندې قاطع ځواب
د جګړې له درېدو وروسته، امریکایي او صهیونیستي چارواکو څو ځله د اسلامی انقلاب مشر د ترور موضوع راپورته کړه، خو د اسلامي انقلاب مشر د عزاداري په مراسمو کې شتون، حتی پرته له وینا، د سمبولیک قدرت د اعمال یوه غوره بېلګه وه.
دغه شتون ښودلې چې د ټولو ګواښونو باوجود، د ایران ثبات، امنیت او اقتدار لاهم پیاوړی دی او مشرتابه د خلکو او چارواکو تر څنګ اغېزمن او الهامبخونکی شتون لري.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i162300