ایکنانیوز د elmstba.netد راپور له مخې، د ملک عبدالعزیز فاؤنډيشن دا نوی کتاب د عبدالمحسن بن محمد بن معمر په لیکنې سره په ۱۷۲ مخونو کې خپور کړی دی.
دا کتاب چې په عربي ژبې لیکل شوی، د یوې باؤري علمي مرجع په توګه د قرآن کریم د لیکلو لپاره د کارول شوو وسایلو د بشپړتیا بهیر څېړي، له هغه وخته چې وحی پر رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نازله شوه تر دې دمه چې د ډیجیټل چاپ ماډرن ټیکنالوژي رامینځته شوې ده.
دغه کتاب په تېرو ۱۴ پېړیو کې د قرآن کریم د راټولولو او ساتلو لپاره د مسلمانانو هڅې بیانوي او په تاریخي ډول دا څرګندوي چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په زمانې کې د وحی لیکل په څرمنو، لوحو او ډبرو باندې کېدل.
په دغه اثر کې د حضرت ابوبکر صدیق په زمانې کې د قرآن د راټولولو، د حضرت عثمان بن عفان په دوره کې د هغه د یو ځاي کولو، او وروسته په اسلامي دورو کې د لیکدود د ودې، د اعرابو، مصوتو علامو او ښکلائي بڼو د پرمختګ تر څنګ د کاغذ، صوتي ثبت او ډیجیټل چاپ مرحلو ته اشاره شوې ده.
د کتاب یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې یوازې تاریخي معلومات نه وړاندې کوي، بلکې د نادرو او کم موندونکو عسکونو له لارې د قرآن د لیکلو وسایل او توکي لکه قلم، رنګ، څرمن، لرګی او پوستکی هم په واقعي ډول ښیي او لوستونکي ته یو بېساری مستند بصري او علمي تجروبه برابروي.
په کتاب کې د سعودي عربستان د هغو هڅو یادونه هم شوې چې د قرآن خدمت ته ځانګړې شوې دي، لکه په مدینه کې د ملک فهد د قرآن د چاپ د کمپلکس تاسیس. لیکوال په کتاب کې د کارېدلو وسایلو د توپیرونو او ځانګړتیاوو بحث کړی، د هغو اصحابو نومونه ئې یاد کړي چې وحی یې لیکله، او د عثماني مصحف د نقل شویو نسخو اندازه ئې د اوسمهاله یونټونو په اساس بیان کړې ده.
دا کتاب د ملک عبدالعزیز بنسټ له انلاین پلورنځي، د فاؤنډيشن د پلور له مرکزونو او یا له مجازو ویشونکو څخه ترلاسه کېدای شي.
https://iqna.ir/fa/news/4294546