ایکنانیوز راپور راکوي، د نجف اشرف د حوزې يو نړیوال فعال او څېړونکی، حجتالاسلام شيخ محمدهادي ملکی، په خپل يادښت کې چې د «له عاشورا تر ظهوره؛ مقاومت، حسينی ميراث او د مظلومانو هيله»په عنوان سره ئې ايکنا ته ليکل شوی، د اسلامي ځواک د نوې هندسې او د ايران او د مقاومت د چورلیز مرکزي رول ئې تشريح کړې دی.
هغه لیکلي: له کربلا يوه داسې شنه ونه راوتوکیده چې نن سبا د اسلامي مقاومت په بڼه او د ايران په رهبرۍ، يوه پاکه او طيبه ونه ګرځېدلې او د عدالت او معنويت پر بنسټ د يو نوي تمدن د ظهور زمينه جوړونکې ګرځېدلې ده.
په خپلواکۍ او اقتدار کې د مقاومت راز
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته نړیوال نظم داسې جوړ شوی و چې پنځو لویو قدرتونو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ويټو حق په وسيله د نړۍ د پرېکړو خاوندان وو. هر څوک چې له دغه تپل شوي چوکاټ څخه وتښتي، نو «یاغي دولت» بلل کېده. خو د ايران اسلامي انقلاب تجربې وښودله چې دا سلطهمحور ماډل ماتېدونکی دی، که چېرې واقعي خپلواکي، د نننۍ اقتدار جوړونه او د ملتونو اراده د بنسټيزو اصولو په توګه تعقیب شي.
له مقاومته تر ظهور پورې؛ د ايران عقیدتي پيوند له اسلامي امت سره
ايران نه يوازې د يو خپلواک هېواد په توګه د نړیوالې سلطې پر وړاندې ودرېد، بلکې يوه بديلي لار يې هم وړاندې کړه چې «مقاومت» نومېږي. هدف ئې نه تسلط دی، نه امپراتورۍ جوړول، بلکې د مظلومانو ملاتړ، د اسلامي امت عزت او د موعود ظهور ته زمينه برابرول دي. دا لار د ايران په جغرافیې کې محدوده پاتې نه شوه، بلکې سوکه سوکه په ټول چورلیزي مقاومت کې خپره شوه: عراق، سوريه، لبنان، يمن او د اسلامي نړۍ نورې سيمې ټولې د دې ستراتيژيک ځنځيرکړئ ګرځېدلې دي. د ايران اړيکې له دغو هېوادونو سره د لنډمهاله ګټو پر بنسټ نه دي، بلکې پر اوږدمهاله عقیدتي او تاریخي اهدافو ولاړې دي.
پاکه او طيبه ونه؛ مقاومت د ظهور په لور
د ايران د سپاه پاسدارانو او د مقاومت د رهبرانو، لکه شهید سید حسن نصرالله او نورو د ترور هڅې، د دې بهیر د بندولو لپاره وې، خو مقابل غبرګون ئې د دښمن خلاف تمه وه: دا غبرګون يو سټراټژيک، متوازن او معنا لرونکی و. د «يا مهدي ادرکنا» شعارونه چې په توغنديو ليکل شوي وو، يوازې احساساتي نښې نه وې، بلکې د يوې ژوندۍ او نفسیاتي نړۍلید څرګندونه وه، چې دا مبارزه به د خپلو اهدافو تر تحقق پورې ادامه لري. لکه څرنګه چې قرآن وايي:
«أَلَمْ تَرَ کَیْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا کَلِمَةً طَیِّبَةً کَشَجَرَةٍ طَیِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَ فَرْعُهَا فِی السَّمَاءِ» (ابراهيم، ۲۴)
«ايا نه وينې چې الله څنګه د پاکې عقيدې مثال د هغې نېکې ونې په څېر ورکړی چې ريښه ئې په ځمکه ټينګه او څانګې ئې آسمان ته رسېدلي دي؟»
اوس د مقاومت دا ونه په ژور ډول ريښه لرونکې او شاخونه ئې تر آسمانه رسېدلي دي او الهي اراده د دې لارې پر بريا ده.
عاشورا او مقاومت؛ د ظلم ضده او عزت غواړی تړاو
د محرم د مياشتې او د نننۍ سيمې د حالاتو د د پرتله کولو په رڼا کې، «حسيني بصيرت» لا زياته معنا پيدا کوي. نن سبا د مقاومت برياوې د عاشورا ياد راژوندي کوي؛داسې روحيه چې ظلم ضده، عزتغوښتونکې او د آرمانونو وفاداره ده. کله چې د مقاومت يو توغندی اسرائيل لړز وي، نو په عراق، فلسطين او يمن کې هر ماشوم، مور او ځوان ځان د دې بريا برخه احساسوي.
نتیجه!
نن سبا د مقاومت لار يوازې د لويديځ د سلطې پر وړاندې يو غبرګون نه دی، بلکې د ملتونو پر اراده، ټينګې عقيدې او د عدالت پر محور ولاړ يو نوی نړیوال نظم دی. ايران چې د دې تاريخي حرکت پيل دی، توانېدلی د نړۍ معادلې ننګونې ته وبولي او له ملت، مذهب او سیمې ورآخوایوه تګلاره په بحرانونو کې بلوغ ته ورسوي.
https://iqna.ir/fa/news/4295736