IQNA

د بهشت په لاره کې له قرآن سره

د حسینی اربعین قرآنی کاروان؛د امام حسین(ع) مقلدان(فیلم)

10:54 - August 18, 2025
د خبر لمبر: 3491561
ایکنا-  د ایران داسلامی جمهوریت یو نړیوال قاری او د حسینی اربعین د قرآنی کاروان یو غړی سید مصطفی حسینی د حسینی اربعین د پلی لاریون  په لاره کې تلاؤت  د امام حسین علیه السلام د هغو قرآنی کړنو او چلند  یو تقلید وباله چې په دغې لارې کې ئې له قرآن کریم سره دایمی انس درلود.

یکنانیوز راپور راکړ، د حسینی اربعین لپاره لیږل شوي د امام رضا قرآنی کاروان د شتون د انځوریز  راپور یوه برخه د ایران یوه نړیوال حافظ سید مصطفی حسینی او ددغه کاروان یوه بل غړی علی سبزه ته بیله ده چې په قرآنی- ولسی مرکز کې په شتون سره او دغه راز د حسینی اربعین د پلی لاریون په لاره کې په نورو موکبونو کې په شتو سره په تلاؤت بوخت وو.

ددغه انځوریز راپور په  یوې برخې کې د قرآن نړیوال قاري  سید مصطفی حسینی د ځينو ایرانیو زیارتوالو  او  د حسینی اربعین دعراقي  کوربه ؤ په ټول کې له کلام الله مجید سره د انس او د قرآن  اهمیّت او ځائيګي ته په اشارې سره  دې ته اشاره وکړه چې حضرت امام حسین علیه السلام  کربلا ته د رسیدا په ټولې لارې کې  تل له ځان سره آیتونه قرائت کول او نو ځکه  په دغې لارې کې  دتلاؤت د پروګرامونو په اجرا کې د اربعین د قرآنی کاروان غړو اقدام د  حسینی کړنو او چلند یو ډول تقلید دی.

دغه نړیوال قاری ددغه راپور په دوام کې د حسینی اربعین د قرآنی –ولسی مرکز کې د آوریدونکو او حاضرو لپاره د فجر سورې وروستي آیتونه تلاؤت کړي چې ددغو ولولناکو دستورو ویډيوئي راپور  ایکنانیوز ستاسو خدممت ته هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4300267

captcha