IQNA

د نجف د حوزې استاد!

په قرآن او د پیغمبر(ص) او اهل بیت(ع) په سیرت کې د امنیت نظام (فیلم)

6:49 - August 10, 2025
د خبر لمبر: 3491521
ایکنا - آیت‌الله محمد سند بحراني وائي: باید د امنیتي نظام اهمیت ته په آیتونو او روایتونو کې پوره پاملرنه وکړو او پوهه شو چې دا نظام د هغو دندو او مسؤلیتونو لوړه مرتبه ده چې پر مسلمانانو، په تیره بیا پر مؤمنانو او پرهېزګارانو، کیښودل شوې ده. د تقیې اصطلاح چې د ساتنې، پالنې او خوندیتوب معنا لري، د امنیت له کلمې سره مترادفه کېدای شي.

 

آیت‌الله محمد سند بحراني، چې د شیعه عالمانو له مراجعو او د نجف اشرف د حوزې له استادانو څخه دی، له ایکنانیوز سره په ځانګړې مرکه کې د قرآن او د پیغمبر(ص) او اهل بیت(ع) په سیرت کې د امنیتي چوکاټ موضوع تشریح کړه. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې «آیا داسې یو امنیتي چوکاټ شته چې قرآن کریم، د پیغمبر اکرم د اهل بیت(ع) او  د هغه بزرګوار د وحي یې سپارښتنه کړې وي او کوم موضوعات په قرآن کې د امنیتي نظام یا امنیتي عقل سره تړاو لري؟» وویل: باید پوهه شو چې د امنیت کلمه په قرآن او روایتونو کې په ګڼو عنوانونو سره راغلې ده او ښائي دغه عنوانونه د دې موضوع لپاره ځانګړي فصلونه یا برخې جوړې کړي. په بل عبارت، که د  داوسمهالې پوهې او د نن سبا د پوهنتوني اصطلاحاتو په رڼا کې دغه علم ته وګورو، وبه وینو چې په قرآن کې ډېر عنوانونه شته چې دې موضوع ته اشاره کوي. دا  د پيژندګلوۍ د رودې یوه نکته ده چې باید د قرآني، روایتي، فقهي او د ديني علومو څېړونکو پام ورته وي.

هغه په دې ټینګار وکړ چې د «امنیتي نظام» یا «امنیتي عقل» عنوان په ګڼو قرآني آیتونو او روایتونو کې شتون لري، خو د دې عنوان لپاره مترادفونه هم شته. د بېلګې په توګه، د تقیې عنوان چې د امنیتي ساتنې او محافظت معنا لري، ورسره مترادف دی. خو لکه څنګه چې د اوسمهاله فقیهانو یوه ډله، لکه آیت‌الله سیدمحسن حکیم، آیت‌الله خویی، امام خمیني(ره) او آیت‌الله لطف الله صافي ګلپایګاني په خپلو ځینو فتواګانو کې یادونه کړې، چې ښایي تر لسو پېړیو پورې په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې لیکل شوي وي، تقیه په ټولو اړخونو نه ده څېړل شوې، بلکې یوازې له فردي اړخه، د فردي دندې یا شخصي امنیت له اړخه ورته کتنه شوې ده. خو د ټولنیز امنیت، سیاسي امنیت، فرهنګي امنیت او د دیني هویت، د اصل دین او د دین د ستنو او بنسټونو د امنیت په اړه په فقهي کتابونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په بابونو کې بحث نه دی شوی. په هر حال، په قرآن کې دا موضوع په دوو یا څو ځایونو کې د «تقیه» په کلمه یاد شوې، خو دا یوازې د امنیتي نظام په نوم نه محدودېږي.

آیت‌الله سند بحراني زیاته کړه: امنیت د آرامښت سره یوځای هم په ګڼو قرآني آیتونو کې یاد شوی دی.

هغه د هغو آیتونو او روایتونو په اړه چې امنیتي اړخ لري وویل: داسې یوه ډله آیتونه او روایتونه شته چې پټ اړخ یا امنیتي اړخ څرګندوي. نو د «خفاء» کلمه د امنیت له مترادفونو څخه ده، ځکه چې امنیت او امنیتي سیستم پر پټوالي او استتار ولاړ وي.

دغه دینی مرجع زیاته کړه: لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي: «وَأَعِدُّوا لَهُم مَا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ» (یعنې: د هر ډول ځواک چې په وس مو وي، د هغوی(دښمن) د مقابلې لپاره ئې چمتو کړئ).

د ټولو پېغمبرانو اعلی پيغمبر(ص) فرمایلي دي: «مؤمن هوښیار او ځیر،موقعه پيژاند او محتاط وي». دا درې عنوانونه دي او هر یو یې ځان ته ځانګړې څېړنه غواړي.

آیت‌الله سند بحراني وویل: مونږ پر دولسم امام چې غایب امام دی ایمان لرو. غیبت څه معنا لري؟ پټ پاتې کېدل. غیبت د ورک کېدو معنا نه لري، بلکې هغه په خپل وجود کې غایب دی، نه دا چې له مینځه تللی وي. نو د غیبت پای ظهور دی، او د غیبت مقابل حضور  او شتون او حاضر شونه ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4297602

captcha