IQNA

د مسلمانانو حکماؤ شورا د فلسطین د رسمي پیژندنې هرکلی وکړ

9:15 - August 03, 2025
د خبر لمبر: 3491492
ایکنا - د مسلمانانو د حکماؤ شورا، چې مشري ئې د الازهر شیخ احمد الطیب کوي، په یوې اعلامیې کې د یو شمېر هیوادونو له خوا د فلسطین د هیواد په توګه د پیژندلو د ارادې هرکلی وکړ.

د ایکنا نیوز د راپور له مخې، دغه شورا د مالټا، کیناډا، آسټرالیا، اندورا، فنلنډ، آیسلنډ، لوګزامبورګ، نیوزیلنډ، پرتګال او سان مارینو له خوا د فلسطین د پیژندلو ارادې ته د درناوي په توګه دا ګام یو تاریخي او مهم پرمختګ وباله چې د فلسطیني ولس د عدالت غوښتنې او د هغوی د څو لسیزو کړاو پای ته د رسولو لپاره اخیستل شوی دی.

په اعلامیې کې ویل شوي: مونږ له ټولې نړۍ غوښتنه کوو چې د فلسطیني ملت قانوني حق، یعنې د خپلواکه هیواد جوړېدل چې پلازمېنه ئې بیت‌المقدس وي، په رسمیت وپېژني.

شورا د عربو او هغو نړیوالو هڅو ملاتړ اعلان کړ چې د فلسطین د مسلې د عادلانه او ټول‌ګډونه حل لپاره تر سره کېږي، او له نړیوالې ټولنې یې بیا وغوښتل چې پر غزې باندې تېري ودروي، بې‌ګناه ملکیان وساتي، بشري مرستو ته د داخلېدو اجازت ورکړي او د فلسطینیانو پر ضد د بې‌ځایه کولو او لوږې سیاستونه ودروي.

په ورته وخت کې، د فرانسې او سعودي عربستان په مشرۍ، د ملګرو ملتو په مرکز نیویارک کې د فلسطین نړیوال کنفرانس ترسره شو چې د ۱۵ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا ګډه اعلامیه خپره شوه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، پر ایکس (پخوانی ټویټر) ولیکل: «په نیویارک کې، مونږ – یعنې فرانسې او ۱۴ نورو هیوادونو – ګډه غوښتنه وکړه: مونږ خپله اراده څرګنده کړه چې فلسطین د یوه هیواد په توګه وپېژنو او له نورو هم وغوښتل شول چې له مونږ سره یو ځای شي.»

دغه اعلامیه د آندورا، اسټرالیا، کینډا، فنلنډ، فرانسې، آیسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، نیوزیلنډ، ناروې، پرتګال، سان مارینو، سلوانیا او هسپانیا د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړې ده.

په اعلامیې کې راغلي چې دغه ۱۵ هیوادونه د دوو حکومتونو د حل لارې سره خپلته کلکه ژمنتیا څرګندوي.

له دغو لاس لیک کوونکو څخه نهه هیوادونه، د اسټرالیا، کاناډا او نیوزیلنډ پشمول لا تر اوسه  فلسطین نه دی په رسمیت پېژندلی، خو د رسمي پېژندنې د مثبتې ارزونې یا  ګروهني څرګندونه یې کړې.

ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي، د دې تر څنګ، ۱۷ نورو هیوادونو او همدارنګه اروپايي اتحادیې او عرب لیګ هم په کنفرانس کې له هغو غوښتنو سره یو ځای شوی چې د حماس بې‌وسله کول او له غزې د حماس د حاکمیت پای ته رسولو غوښتنه کوي،څو په نیول شویو فلسطینيو ټآټوبو کې روانه ویجاړونکې جګړه پای ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4297588/

captcha