IQNA

الرحمن سوره؛ د جنت نغمه او د الهی رحمت ترانه

11:02 - August 07, 2025
د خبر لمبر: 3491511
ایکنا – د قرآن کریم الرحمن سوره چې د الهي مهربانۍ له ښکلو تکرارونو او خوږو ټکو ډکه ده، نه یوازې د قرآن یو ادبي شاهکار دی، بلکې د ستړي زړونو لپاره تسلي، او د ناروغ بدنونو لپاره شفا ده. دا سوره د خدای د مهر او لطف ښکاره مظاهره ده؛ یو ملکوتي آواز چې له جنته راځي او زړه د رحمت لور ته بیایي.

د قرآن مجید په زرینو پاڼو کې، ځینې آیتونه زړونه لړزوي، او ځینې سورې انسان ته روښانه لار ښئي؛ خو الرحمن یو له هغو سورو ده چې هر تلاوت یې داسې دی، لکه د جنت وږمه دې ستا پربدن لګي، او کلمه په کلمه دې د خدای د نعمتونو آسماني سفر ته بوځي. دا هم د نوم له مخې رحمت دی او هم د مضمون له مخې مهر. پیغمبر(ص) دا سوره د "قرآن ناوې" بللی دی.

الرحمن سوره یوه په زړه پورې او متوازنه نغمه ده، د الهي عظمت بیان، چې په تکراري او ژورې پوښتنې سره انسان تفکر ته رابولي: فَبِأَیِّ آلَاءِ رَبِّکُمَا تُکَذِّبَانِ؟ "نو د خپل رب کوم نعمتونه به دروغ وبولئ؟"

دا سوره یوازې د آیتونو ټولګه نه ده، بلکې د خدای د جمال او جلال یو هنداره، د روح او بدن لپاره نسخه، د ستونزو د حل کِلي، او له ځمکې  تر آسمانونو پورې یو پُل دی.

د سورې مشخصات:

  • نوم: الرحمن (یا آلاء) شمېره: ۵۵م سوره د ځای نزول: مکه مکرمه آیتونه: ۷۸

فضیلتونه:

رسول الله (ص) فرمايي: "هر شی ناوې لري، او د قرآن ناوې  الرحمن سوره ده." (مستدرک‌الوسائل، ج ۴، ص ۳۵۱)

په بل  روایت کې راغلي: "څوک چې  الرحمن سوره تلاوت کړي، خدای به ئې په ضعف رحم وکړي، او هغه ته به د خدای د نعمتونو شکر ویلو توان ورکړل شي." (مجمع‌البیان، ج ۹، ص ۳۲۶)

برکتونه:

  • آسانۍ: پیغمبر(ص) فرمايي: "څوک چې دا سوره ولیکي او له ځانه سره ئې ولري، الله به یې هر سخت کار آسانه کړي." (تفسیر البرهان، ج ۵، ص ۲۳۸)

·         https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4298513

captcha