IQNA

په جرمني کې د مسلمانانو پر وړاندې توپیر زیات شوی دی

10:52 - August 03, 2025
د خبر لمبر: 3491496
ایکنا - په جرمني کې د راپورونو به اساس د مسلمانانو پر وړاندې د توپیر، له اسلامه د ویرونې او کرکې موردونه په ښکاره توګه ډېر شوي دي.

ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړی، د «کلیم»چینل (چې په جرمنی کې د مسلمانانو پر وړاندې د توپیر او له اسلامه  د ویرونې پېښې څاري)، اعلان کړی چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۳۰۸۰ پورې د توپیر یا تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي، حال دا چې دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې تر  ۱۹۲۶پورې ؤ.

شیخ طه سلیمان عامر، چې د آلمان د علماوو او خطیبانو د شورا او د اروپا د اسلامي دعوت کمېټې مشر دی، وویل: دا شخړې او ترینګلتیاوې کابو زر مورده فزیکي حملې هم لري چې هر کال پر مسجدونو ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: دا بریدونه داسې موردونه هم لري لکه د خوګ  یا خنځیر غوښې په جوماتونو کې غورځول، د جوماتونو ښیښو ماتول، د اور اچولو ګواښونه، او ان د جومات د لمونځ کوونکو وژل.

نوموړي د  جرمني د سترمنو میرمنو د کړاوونو په اړه وویل: محجبې یا سترمنې او سکارف لرونکې ښځې تر ټولو زیاتې توپیر ویني. دا ډېر ستونزمن کار دی چې یوه سترمنه ښځه پرته له ځورونې یا سپکاوي ښوونکې یا د ښوونځي کارکوونکې  کیدلی شي. دا حالت د روغتیايي برخې په ښځو هم صدق کوي.

د علماوو د شورا مشر زیاته کړه: د هستوګنې په برخې کې هم مسلمانان له ډیر توپير سره مخ دي. په آلمان کې د کور موندل آسانه نه دي، په تیره بیا که د یوه کس اسلامي هویت څرګند وي.

هغه د جرمني افراطي ښي اړخه ګوندونه د مسلمانانو د اوسني وضعیت اصلي لامل وبلل او وې ویل: دا حملې د دغې ادعا په پلمه کېږي چې مسلمانان غواړي اسلامي شریعت پر جرمنی وتپي .

عامر زیاته کړه: رسنۍ هم پدې وضعیت کې لوی رول لري؛ کله چې کوم تروریستي برید وشي، لومړی مسلمانان ملامت ګڼل کېږي.

نوموړي وویل: دا پېښې پر مسلمانانو ژور نفسیاتی اغېز لري، چې ممکنه ده د هغوی د اضطراب او سټریس، خپګان یا د نفسیاتي  ناروغیو سبب شي.

هغه د یوې مسلمانې مېرمنې کیسه هم وکړه (چې نوم ئې نه‌دی یاد شوی) او وې ویل چې دا مېرمن د حجاب له امله له دومره توپيرسره مخ شوې وه چې تر ځان‌وژنې پورې رسېدلې وه.

یوه له بدنامو پېښو څخه، د الجزایري الاصله ځوانې مسلمانې ښځې، رحمه عیاط، وژل وو. دا پېښه د جولای په پیل کې په هانوفر ښار کې رامنځته شوه، کله چې یو آلمانی ګاونډی یې پرله‌پسې په چاقو وواهله او دا وژنه د کرکې پر بنسټ ترسره شوې وه.

د «کلیم»چینل د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، سره له دې چې مسلمانان په جرمني کې کابو ۵ میلیونه وګړي جوړوي، له ټولو نورو اقلیتونو کم د جرمني ټولنې له خوا منل شوي دي.

دغه ټيلیویژنی چینل وايي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ د اسراییلو د جګړې له پیل وروسته، پر مسلمانانو بریدونه زیات شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4297817

captcha