ایکنانیوز راپور راکوي،د عباسي مقدس آستان سره اړوند د قرآن علمي مجمعې د دریم کال لپاره حسینی د اربعین د زیارت په لاره کې د حسینی زیارتوالو د خدمت لپاره د «امیر القراء» موکب پرانیست.
ددغه راپور له مخې، دا خدمت کونکی موکب د قرآن د ملي پروژې په چوکاټ کې د نجف او کربلا تر مینځ د زائرانو په لارې کې جوړ شوی دی، څو د حضرت امام حسین(ع) زائرانو ته قرآني او فرهنګي خدمتونه وړاندې کړي.
د قرآن د علمي مجمع مشر مشتاق العلي، وویل: د قرآن د ملي پروژو مرکز کارکوونکي هر کال دا موکب برابروي او د زائرانو خدمت کوي.
د دغه مرکز مشر، سید حسنین الحلو هم وویل: دا موکب د «ام البنین(ع)» د موکبونوبرخه دی او ګڼ فرهنګي فعالیتونه لري، لکه قرآني محفلونه، د زدهکړې غونډې، او د مشهورو داخلی او بهرنيو ذاکرانو په ګډون د ورځنیو عزاداریو مجلسونه.
د نجف او کربلا ترمینځ د حسینی اربعین د پلی تګ په لاره کې په عمومی توګه ددغه موکب ډير تود او ولولناک هرکلی کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4298803