ایکنانیوز د عراق د رسمي خبري آژانس له قوله راپور راکړی، محمد الموسوي وویل: دا نوښت د دې لپاره پیل شوی چې د زائرینو د هستوګنې یا دیره کیدا بهیر آسانه، خوندي او آرامه شي. مونږ هڅه کړې چې د خلکو امکانات او فني زیربناوې یوځای کړو څو د زائرینو لپاره د وړیا، خوندي او آرام استوګنځای برابر کړو، لکه د تېر په څېر.
هغه زیاته کړه: دا انساني خدمت اوس په شپې کې تر ۷۵ زره کسانو پورې د هستوګنې ظرفیت لري. دغه راز، اپلکېشن د فوري پیغام استولو ځانګړتیا، د شپږو نړیوالو ژبو ملاتړ، او ۲۴ ساعته تخنیکي ملاتړ هم لري.
تر دې دمه، له ۲۵ څخه زیاتو هیوادونو څخه کاروونکو په دغه اپلکېشن کې نوملیکنه کړې ده، او تمه ده چې په عراق کې د زائرینو او کوربهو شمېر د دې زیارت په موسم کې ډېر زیات شي.
د اپلکېشن د مسؤل په وینا، زائرین د هستوګنې لپاره دغې وېبپاڼې ته تللی شي: 🔗 https://trip.mofidapp.com
همداراز، هغه کسان چې غواړي د زائرینو کوربهتوب وکړي، کولای شي خپل کورونه یا حسینیې د لاندې لینک له لارې ثبت کړي: 🔗 https://trip.mofidapp.com/ar/login?rd=/ar/hosts/create
https://iqna.ir/fa/news/4297626