IQNA

په کړکېچنې نړۍ کې د نبوي(ص) حکمت او صادقي(ع) عقل یادونې ته ضرورت

14:53 - September 11, 2025
د خبر لمبر: 3491694
ایکنا – د اوسنۍ نړۍ، د خپلې ټکنالوژۍ له ټولو پرمختګونو سره سره ، له یوې تشې څخه ځوریږي. نبوي(ص)  حکمت او صادقي(ع) عقل ته بیرته ستنېدا، نه یوازې د یوې تاریخې نوسټالوژۍ په توګه بلکې په اوسنئ زمانې کې د بشریت د بیارغونې د لارې چارې په توګه اړینه بلل کیږي.

حضرت پیغمبر اکرم محمد مصطفی (ص) د یو  داسې تمدن بنسټ ایښودونکی و چې پر رحمت، عقلانیت او د انساني کرامت پر بنسټ ولاړ و؛ یو  داسې شخصیت چې نه یوازې د اسلام په تاریخ کې، بلکې د بشریت په تاریخ کې ئې یو بې ساری بدلون راوست.حضرت امام جعفر صادق (ع)، د اهل بیت علیهم السلام د مینوالو شپږم امام او د نبوي میراث ریښتینی امام او جانشین، په هغه وخت کې چې د افکارو او مکتبونو د ټکر دوره وه، د پیغمبر (ص) د سیرت په پیروۍ کې ئې یوه داسې ښوونځی تاسیس کړ چې د عقل، علم او عرفان پر بنسټ ولاړ و او تر نن ورځې پورې د حقیقت پلټونکو لپاره الهام بخښونکی دی. د امام صادق علیه السلام او پیغمبر اکرم ص ترمنځ اړیکه یوازې د وینې اړیکه نه وه، بلکې یوه معنوي او معرفتي دوام و؛ هغه په یوه پیچلې دوره کې چې ایمان او عقلانیت بیا تعریفولو ته اړتیا درلوده، د محمدي(ص) لید ژوروالی منتقل کړ.

په داسي وخت کې چې نړۍ د معنوي، اخلاقي او معرفتي کړکیچونو په ګرداب یا چلاوه کې ډوبه ده، د اصیلو فکري او معنوي سرچینو ته بېرته ستنیدل یوه حیاتي اړتیا ده. د حضرت پیغمبر اکرم (ص) او امام صادق (ع) د زوکړې مبارکه ورځ یو داسي غوره فرصت دی چې د هغه د میراث په اړه ژور فکر وکړو، داسي میراث چي نه یوازې مسلمانان، بلکې ټول بشریت چې له تاوتریخوالي او د معنویت له نشتون څخه ستړی دی، د آرام او حکمت د ساحل په لورې هدایتولایشي.

محمدي لید یو داسې لید دی چې پر رحمت، خبرو اترو او د انسان پر کرامت ولاړ دی. هغه پیغمبر چې د جاهلیت په  پړاؤ کې ئې انسان له قبیلې، وینې او تعصب له بند څخه خلاص کړ او د سوله ایز ژوند، عدالت او معنویت افقونه ئې پرانیستل. په داسې یوې نړۍ کې چې جغرافیایي سرحدونه ئې په ماتېدو دي خو د وګړو تر مینځ ئې ذهني دیوالونه په لوړېدو دي، د محمدي لید بیا لوستل کولی شي د هویت او کلتوري کړکیچونو څخه د بشریت د وتلو لاره هواره کړي.

په دې لارې کې، د امام صادق (ع) فکر د عقل او ایمان، علم او عرفان، او تجربې او شهود ترمنځ د یوې پولې په توګه بې ساری ځای لري. هغه د فکري تیت پرکوالې په دور کې یو داسې ښوونځی جوړ کړ چې پکښې دیني عقلانیت له حقیقې پوښتنو له مطرحولو سره یوځای شو؛ یوه داسې بېلګه او د لارې څراغ چې د نن ورځ د سطحي معلوماتو او په حقیقت د سترګو د پټلو په دور کې تر وخت زیاته ورته د بیا عملي کولو اړتیا لیدل کیږي.

نننۍ نړۍ، د ټولو ټ له یکنالوژیکي   پرمختګونو سره سره، د معنویت له تشې څخه کړیږي. د نبوي (ص) حکمت او صادقي(ع) عقل ته بېرته ستنیدل، نه د تاریخي نوستالوژي په توګه، بلکې د اوسمهاله انسان د بیا جوړونې د یوې لارې په توګه، یوه اړتیا ده چې باید په زړورتیا او ژور فکر سره ورته پاملرنه وشي. دا دوه زوکړې د انسان، نړۍ او زمونږ له حقیقت سره د اړیکې په اړه د بیا فکر کولو بلنه ده.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i164454

captcha