یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د افغانستان د بګرام هوائي اډه، چې یو وخت په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو زړه بلل کېده، او د واشنګټن، د طالبانو حکومت او سیمه ایزو قدرتونو ترمینځ د جیوپولیټیکل سیالۍ په یوه مهم ټکي بدله شوې ده.
د امریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې په څرګنده توګه د دغې پوځي او هوائي اډې د بیرته نیولو په اړه خبرې کړې او حتی ګواښ ئې کړی چې که افغان طالبان دا اډه بیرته امریکا ته ونه سپاري، نو افغانستان لپاره به بدې پېښې رامینځته شي!
دا اډه په ۲۰۲۱ کې د امریکائي عسکرو د ګډوډ وتلو پرمهال پریښودل شوه او څو اونۍ وروسته د طالبانو لاس ته ولویده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بګرام ته د امریکايي ځواکونو له راستنېدو سره سخت مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې هېڅکله به بهرنیو ځواکونو ته اجازه ورنکړي چې بیا په افغان خاوره کې ځای پر ځای شي.
بګرام اډې ته د امریکا د بېرته راستنېدو څلور ستراتیژیک لاملونه:
۱. جغرافیایي موقعیت او ګواښونه
بګرام د چین له پولې څخه شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره واټن لري، چې دا موضوع هغه د چین د پوځي فعالیتونو د څارنې او د بیجینګ د نفوذ د پراختیا په وړاندې د یوې پرمختللې اډې د جوړولو لپاره کلیدي ټکی جوړوي. چین، چې په شینجیانګ سیمه کې خپل پوځي ظرفیتونه او د توغندیو اډې په چټکۍ سره پراخوي، د امریکا لپاره لوی ګواښ دی. بګرام واشنګټن ته دا امکان ورکوي چې د چین عملیاتي او ساحوي فعالیتونه له نږدې وڅاري او په اغېزمنه توګه یې نظارت وکړي.
۲. د افغانستان کاني سرچینو ته لاسرسی
افغانستان د خپلو غني معدني زېرمو له امله، د پرمختللو صنعتونو د اومو توکو د برابرولو لپاره یوه ستراتیژیکه سرچینه ده. د دې هېواد د غیرتیلي معدني سرچینو ارزښت، چې لیتیوم، مس، طلا، وسپنه، او نور نادر فلزات پکې شامل دي، له ۳ ټریلیون ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.
دا زېرمې، په ځانګړې توګه لیتیوم، افغانستان د برېښنایي بیټریو، برېښنایي موټرو، او نوې کېدونکې انرژۍ سیسټمونو د تولید لپاره کلیدي سرچینه ګرځوي. دا سرچینې په جیوپولیټیکي او اقتصادي سیالیو کې لوړ اهمیت لري او دې سرچینو ته لاسرسی کولای شي د امریکا او چین په څېر هېوادونو ته، چې د نورو هېوادونو د معدني سرچینو پر وړاندې د اتکاء کمولو په لټه کې دي، په نړیوالو بازارونو کې د نفوذ د پیاوړتیا فرصت برابروي.
۳. په مرکزي اسیا کې ستراتیژیک اهمیت
مرکزي آسیا، د ترکمنستان او ازبکستان په څېر هېوادونو کې د ګازو او تېلو د سرچینو له امله، د انرژۍ او معدني سرچینو د برابرولو لپاره د یوې ستراتیژیکې جګړې میدان بدلېږي. د بګرام بیا اشغالول امریکا ته دا فرصت ورکوي چې په هغه سیمه کې خپل نفوذ پیاوړی کړي چې د چین او روسيې تر سختې اغېزې لاندې ده. امریکا د بګرام د موقعیت له امله، چې د پاکستان، چین، ایران، او روسيې په ګاونډ کې دی، هڅه کوي دا اډه بیا اشغال کړي او د خپلو ناهمغږو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.
۴. د بګرام لوړ عملیاتي ظرفیت
بګرام، د افغانستان د تر ټولو لویو پوځي اډو په توګه، دوه اوږده د الوتکو د کښېناستلو ځایونه لري چې د بمبار کوونکو الوتکو او د C-۵ Galaxy په څېر درنو باروړونکو الوتکو د کښېناستلو وړتیا لري. دا ځانګړتیاوې امریکا ته دا امکان ورکوي چې په راتلونکو کړکېچونو کې په سویلي اسیا یا لوېدیځې اسیا کې هم مداخله او هم چټک غبرګون وښيي.
د ټرمپ او امریکا لپاره د بګرام د بېرته نیولو لګښتونه
د بګرام اډې ته د امریکا بېرته راستنېدل به احتمالاً دا هېواد یو ځل بیا په یوه پراخ لګښته لاره کې واچوي، لکه څنګه چې یې په تېر کې په افغانستان او عراق کې تجربه کړه. د دې پریکړې مالي لګښتونه، چې د اډو بیارغونو او د پرمختللو پوځي تجهیزاتو برابرولو لپاره میلیاردونه ډالر دي، یوازې د درنو لګښتونو یوه برخه ده چې امریکا یې بایدورکړي. خو مالي لګښتونه یوازې د دې پیچلې معادلې یوه برخه ده؛ د افغانستان بیا اشغالول کولای شي د انساني تلفاتو د زیاتوالي لامل هم شي.
په دې هېواد کې د دوو لسیزو جګړې تجربې ښودلې چې د امریکا اوږدمهاله پوځي حضور نه یوازې واشنګټن ته کومه ستراتیژیکه برتري نه ده راوړې، بلکې د امریکايي ځواکونو او افغان ملکي وګړو لپاره یې پراخ تلفات درلودل. دا پریکړه به احتمالاً امریکا یو ځل بیا سیاسي او ټولنیزې کندې ته واچوي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165450