
ایکنانیوز د لیډرشیپ له قوله راپور راکړی د فټ بال نړیوال فیډریشن فیفا د هغو اسلامی ضده شعارونو په دلیل چې په همداروروستیو کې په اسپانیا کې په یوې سیالۍ کې آوریدل شوي دي، د دغه هیواد فټ بال فیډریشن په ضد انضباطي اقدامات پیل کړي دي.
په دغې سیالۍ کې چې د مارچ په یودیرشمه نیټه ترسره شوي، په بارسیلونا کې په RCDE سټيډيزم کې یو شمیر پلویانو شعارونه پورته کړل چې هغه څوک چې وبایلي ، مسلمان دی.
د اسپانیا فټ پال فیډریشن هم دغه شعارونه محکوم کړل. له بل پلوه د اسپانیا فارورډ لوبغاړی لامین یامل چې مسلمان دی او په دغې لوبې کې ئې فعالیت درلودلی ، وئيلي دي د هغو کسانو په وسیله بې احترامي چې نادان او توکمپال دي ، په سخته محکوم کوي.
د ماډریډ اټلټیکو تیم کوچ ډیګو سیمئونه هم ووئيل، دغه ستونزه ، د یوه هیواد له پولو ورآخوا مشخصه او یوه نړیواله او اجتماعي ښکارنده ده چې د اسپانیا ،آرژانتین اوبرازیل پشمول ډیر هیوادونه ئې راګیر کړي دي.
هغه په ټولنو کې په تیره بیا په کورنئ ، روزنیزو موسیسو او په سپورټي میدانونو کې د احترام سمبولونو ته دبیرته ستنیدا غوښته وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4348200