ګاونډیان

IQNA

بچوې
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
د خبر لمبر: 3493122   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
د خبر لمبر: 3493087   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

 په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند:
ایکنا- د افغانستان د   طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد  په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې ئې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره  مرستې وکړې.
د خبر لمبر: 3493081   خپرونې تاریخ : 2026/07/26

ایکنا- د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلاخره  له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا هغه تړون لاسلیک کړ چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو د بډایولو لپاره لاره هواروي.
د خبر لمبر: 3493064   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا-  هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر  محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا-  د افغانسنان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنې کې ټینګار کړی، چې افغانستان حق لري، د ملګرو ملتو او په نورو نړیوالو اورګانونو کې رسمي استازولي ولري.
د خبر لمبر: 3492805   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري هستوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492685   خپرونې تاریخ : 2026/04/20

ایکنا- په درستې امریکا کې جوماتونه  د مئ په دریمه نیټه  خپلې دروازې پر  ټولو غیر مسلمانانو باندې پرانیزي څو دوي له اسلامی دستورو او شعائرو سره آشنا شي.
د خبر لمبر: 3492669   خپرونې تاریخ : 2026/04/15

ایکنا- د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او  خارجه وزیر ټينګار کړی دی، اسلام اباد  په سیمې کې تل پاتې سولې او ثبات ته په رسیدا او د تاؤتریخوالي د کمیدا په موخې سره  د ټولو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دی.
د خبر لمبر: 3492640   خپرونې تاریخ : 2026/04/06

ایکنا- د ترکیې خارجه وزیر اسلامی هیوادونو ته په خطاب کې خبرداری ورکړ چې خیال وکړئ د صهیونیسټي رژيم لوبې ته وارد نه شئ.
د خبر لمبر: 3492611   خپرونې تاریخ : 2026/03/28

ایکنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پآسدارانو د هوافضا ځواک په ترټولوتیزو توغندوي او ډرونز حملو کې د امریکائي صهیونیستي دښمن دسترو صنائعو ټولګې په لوخړو کې لوو لپه شوې.
د خبر لمبر: 3492610   خپرونې تاریخ : 2026/03/28

ایکنا- د  ایران د اسلامی جمهریت ولسمشر د ایران په ضد په حملې کې د ځينو مسلمانو هیوادونو له حدودو څخه دتیریګرو په استفادې په افسوس سره ټينګار وکړ، ددغو حملو د پیل ځاي ته د ایران دفاعي غبرګون طبعي دی، په داسې حال کې چې  دایران اسلامی جمهوریت  اسلامی هیوادونه خپل ورور او دوست ګڼي او نه غواړي ، حتی یوه مسلمان ته تاوان ورسیږي.
د خبر لمبر: 3492609   خپرونې تاریخ : 2026/03/28

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان له لومړی وزیر سره په ټیلیفونی خبرو کې  د سیمې د بدلونونو او د دوو اړخیزو اړیکو  او د  سیمې او  نړئ  پر امنیت د ایران په ضد دصهیونیسټي رژیم او امریکا دغیر قانوني جنګ د اړخونو په باب  سره خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د خبر لمبر: 3492596   خپرونې تاریخ : 2026/03/24

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د پاکستان له لومړيوزیر سره په ټيلیفوني تماس کې پر عمومي تاسیساتو د یرغلونو لپاره د ګاونډیو هیوادونو له حریم او خاورې څخه د تیریګرو  ناوړې استفادې ته په اشارې سره ټینګار وکړ هغه پوځي مرکزونه او اډې چې  د مونږ پر ټاټوبي  وورڅخه تیریګر او وحشی اواستکبار حملې کوي،  د مونږ ددفاع د حق په چوکاټ کې په نښه کیږي او دا یو دفاعي حق دی او ترڅو چې دغه استعمار او تیریګر رژيمونه  پښمانه نه وي شوي ،دغه حملې او له دفاعي حقه استفاده به دوام وموي.
د خبر لمبر: 3492553   خپرونې تاریخ : 2026/03/11

ایکنا – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په غبرګون کې دواړه لوري زغم او خبرو اترو ته راوبلل او اعلان یې وکړ چې تهران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3492521   خپرونې تاریخ : 2026/02/28

ایکنا - نا تایید شوي او غیر رسمي راپورونه وایي چې د افغانستان د طالبانو مشر مولوی هبت‌الله آخوندزاده د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492520   خپرونې تاریخ : 2026/02/28

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان  خبرواترو ته د امریکا دکرغیړن ولسمشر وړاندیز ته په اشارې سره  خارجه وزارت ته د خبرواترو د زمینې د ارزولو  و زمینه جوړولو فرمان ، د مناسبې فضا سره په شرط صادر کړ.
د خبر لمبر: 3492400   خپرونې تاریخ : 2026/02/03

ایکنا - د عراق د بهرنیو چارو وزیر، د سید عباس عراقچي سره په لیدنې کې، د ګډو  ملګرتیاؤ  د پراختیا او د سیمې د ثبات د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492327   خپرونې تاریخ : 2026/01/18