IQNA

  په قرآن کریم  کې تعاون / ۱۱

د ځوانانو د واده د اسانتیا برابرول؛ د قرآني تعاون او لاسنیوي مصداق

10:51 - November 16, 2025
د خبر لمبر: 3492015
ایکنا - له هغو کسانو او بنسټونو سره مګرتیا چې د ځوانانو د واده او د کورنۍ د جوړېدو د زمینې په برابرولو کې هڅه کوي، د ټولنیز تعاون یو څرګند او روښانه مثال دی.

قرآن کریم فرمایي:

«وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ»  (نور: 32)

«ايامى» د «أيم» جمع دی او هغه چا ته ویل کېږي چې همسر نه لري، که نارینه وي که ښځینه، که باکره وي یا کونډه وي. د «وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى» تعبیر پر نورو خلکو د واده د اسانتیا د برابرولو حکم کوي. له دې څخه څرګندیږي چې واده یوازې د شخصي هڅې نتیجه نه شي کېدای، بلکې نور خلک باید هڅه وکړي چې د معرفي، آشنایي او د واده د مقدماتو زمینه برابره کړي.

تر ټولو غوره شفاعت او منځګړتوب هغه دی چې د واده په اړه وي. لکه څنګه چې په روایت کې راغلي: «چا چې یو کس د واده کولو وسیله شوه—که داماد یا ناوې ورته پیدا کړي—د خداي د عرش تر سیوري لاندې به وي.:

فقر  او بې وځلي باید د واده د نه کولو پلمه ونه ګرځول شي؛ ځکه  خداي  تعالی د ناوې او زوم د ژوند د  تامینیدا ژمنه کړې ده. د «واسع» او « د خدای تعالی ډېر عطا کوونکي» یادونه او همداراز د «د  د الهي فضل په سیوري کې  د وګړو  بې‌نیازۍ» وعده ښئي چې خدای پاک مشروع واده د ژوند د پراختیا او برکت وسیله ګرځولې ده:

«إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ».

څنګه چې له امام صادق (ع)   څخه  روایت شوی:

«چا چې د فقر له وېرې واده پرېښود، نو په حقیقت کې ئې پر خدای بدګومانۍ کړې ده.»

https://iqna.ir/en/news/3495163

captcha