IQNA

بحرین کښې د آل خلیفه جنایتکارو د عاشورا نښه نښانه ورانی کړی

15:34 - October 28, 2014
د خبر لمبر: 1465070
نړیواله ډله: د آل خلیفه امنیتی ځواکونو د بحرین په مختلفو سیمو کښې د عاشورا نښه نښانی ویجاړې کړی.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې د الوفاق خبر ورکوونکې ویب پاڼه نه په نقل، د آل خلیفه وسلوالو امنیتی ځواکونو د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې دینی او بیا په تیره د عاشورا نښه نښانې ویجاړې کړی.

سره له دې چې دی ته یی له مخکې هیڅ دستور نه وو ورکړی د عاشورا دا مراسم له تېرو څو کالو نه دا مراسم دلته پیل کېږی.

د آل خلیفه مزدور ځواکونو د بحرین په مختلفو سیمو لکه سلماباد، ستره، راس رمان، الجقیر او یو څو نورو سیمو باندې برید کړی او د عاشورا نښه یی ویجاړې کړی.

دا هر څه سره د دی چې د بشری حقوق سازمان تری د قومونو او قبیلو نه بدله نه اخیستلو او د خلکو په مذهبی نښه نښانو باندې برید نه کولو وینا کړی چې ۴۰ کاله یی کېږی، خو ولی دا هرڅه همدارنګه ادامه لری چې دا پخپله د آل خلیفه دی مقاماتو ته اهمیت نه ورکولو او په دی هر څه سترګې پټه ولو باندې لوی دلیل دی، دا رنګه کارونه به د آل خلیفه سره نفرت زیاتې دلو سبب ګرځې.

تجاوز کوونکو ته سزا نه ورکولو سره دارنګه توهین کول په بحرین کښې زیات شوی او اخیر تر دې چې د عاشورا د نښو توهین یی هم وکړو.

د اسلامی ملی ولس وفاق مشر د دی بې قانونی او د بشری حقونو ښکاره سرغړونه علت د بحرین رژیم آل خلیفه وټاکلو او وې ویل: د دینی مقدساتو توهین او د جوماتونو ویجاړول د بحرین حقیقت یاب کمیتی راپور له مخې ۵۵ ځینو ته رسی.

د بحرین ولس وفاق، د دې هیواد زورواکی او دیکتاتور دولت د ټولو ستونزو سرچینه  وګڼله او ټینګار یی وکړو: د دې حالاتو نه را وتلو لار یواځې د ولس مطالبات منل او د ولس لخوا یو سیاسی  نظام ته عملی جامه ورکول دی.

http://iqna.ir/fa/News/1463306

captcha