
ایکنانیوز راپور راکوي،د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند مات کړ. د امریکا نوې حملې د ایران دننه ځینې موخې، په ځانګړي ډول عمومی تاسیسات ئې ، په نښه کړل. دا بریدونه یوازې څو ورځې له دې وروسته ترسره شول چې د امریکا ولسمشر د احتمالي هوکړې د رانږدې کېدو خبره کړې وه.
د ایران ځواب هم چټک او مستقیم و؛ په بحرین، کوېت او اردن کې د امریکا پوځي اډې د توغندوي او بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې راغلل او ټارګټ شول. دغه تکراري لړۍ یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې ټرمپ، سره له دې چې څو ځله ئې د ناکامۍ تجروبه کړې، بیا هم د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې ته مخه کوي؟
د دې پوښتنې ځواب باید د سیاسي محاسبو، د ټرمپ د شخصي ذهنیت او د امریکا د قدرت د جوړښتي محدودیتونو په ګډ ترکیب کې ولټول شي.
ټرمپ، بهرنۍ تګلاره د نړیوالو او جیوپولیټیکي پیچلتیاوو د مدیریت ډګر نه ګڼي، بلکې د قدرت د ښودلو میدان ئې بولي. د هغه په اند، هر کړکېچ باید په یوه ګټونکي او یوه بایلونکي پای ته ورسېږي. دا لیدلوری، چې د هغه په سوداګریزو تجربو او شخصي ځانګړنو کې ریښه لري، لامل شوی چې پوځي دباؤ د سیاسي ارادې د تپلو وسیله وګڼي.
هغه هڅه کوي چې د پوځي قدرت له لارې ایران یوې سیاسي موافقې ته اړ کړي، خو هر پوځي برید په حقیقت کې هماغه سیاسي فضا له منځه وړي چې د یوې هوکړې لپاره اړینه ده. د وروستیو کلونو تجروبو ښودلې ده، هر کله د ډیپلوماسۍ لپاره یوه هیله راټوکېدلې، د امریکا یا د صهیونیستي رژیم پوځي اقدام هغه له مینځه وړې ده. له همدې امله، ګڼ شمېر شنونکي باور لري چې د هوکړې په لاره کې تر ټولو ستر خنډ د تهران دریځ نه، بلکې په واشنګټن کې د پرېکړو بېثباتي ده.
د ایران پر وړاندې د زور د ناکامې وسیلې د بیا بیا کارولو بل لامل د امریکا د قدرت له واقعي محدودیتونو سره تړاو لري. واشنګټن لا هم د نړۍ تر ټولو ستر پوځي قدرت ګڼل کېږي، خو پوځي قدرت تل د سیاسي پایلو د تپلو معنا نه لري. د افغانستان او عراق جګړو او اوس له ایران سره مخامخ ډغرې یو ځل بیا دا حقیقت څرګند کړی دی.
امریکا ځینې ټارګټونه بمباري کولی شي، خو د یوه هېواد سیاسي اراده له هیڅکله هم له منځه نه شي وړلئ. په ځانګړي ډول د ایران په څېر هېواد، چې په تېرو لسیزو کې ئې مختلف مخنه نیونکي او دفاع کونکي جوړښتونه رامنځته کړي او توانېدلی چې د هر ډول شخړې لګښت د مقابل لوري لپاره لوَړ کړي.
په دې منځ کې د ایران جیوپولیټیکي موقعیت هم ځانګړی اهمیت لري. هرمز تنګی لا هم د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو حساسو تګلارو څخه شمېرل کېږي. په دې سیمې کې هر ډول تاوتریخوالی سمدستي د انرژئ پر نړیوالو بازارونو، نړیوال اقتصاد او حتی د امریکا د حکومت پر سیاسي وضعیت اغېز ې شیندي.
له همدې امله، ډېری امریکايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ایران پر ضد هر نوی پوځي اقدام د انرژۍ د بَیو د لوړېدو او پر امریکائي وګړو د اقتصادي دباؤ د زیاتېدو سبب کېدای شي.
له بلې خوا، د پوځي بریدونو تکرار د امریکا نړیوال اعتبار ته هم زیان رسولی دی. واشنګټن په داسې حال کې چې د قوانینو پر بنسټ د نړیوال نظم خبره کوي، په ورته وخت کې ئې د اوربند په ماتولو او پر عمومی تاسیساتو د بریدونو په تور هم تورنه کېږي
دغه ګډ وډ اقدامات او دریځونه د امریکا د اخلاقي ادعاګانو او عملي چلند ترمینځ واټن لا ژَور کړی او د دغه هېواد د نرم قدرت یوه برخه ئې ډيره کمزورې کړې ده.
سره له دې، ټرمپ بیا هم همدې لارې ته ورګرځي، ځکه چې د هغه لپاره بدیلې ټاکنې سیاسي لګښتونه لري. دا منل چې پوځي دباؤ د ایران د چلند په بدلون کې پاتې راغلی، د هغه د سیاست د یوه مهم بنسټ د ناکامۍ اعتراف ګڼل کېږي.
له همدې امله، سپینه ماڼۍ کله ناکله د خپلو فرضیو د بیا ارزونې پر ځای هڅه کوي هماغه تګلاره په لا زیات شدت تکرار کړي؛داسې چلند چې په ستراتیژیکو ادبیاتو کې یې «د ناکامۍ د جبران لپاره سختوالی بولي.
خو اصلي ستونزه دا ده چې د سیمې سټراتیژیک چاپېریال نن سبا د پخوا په څېر نه دی. ایران په وروستیو جنګونو پسې نه یوازې خپل مخه نیونکی قدرت ساتلی، بلکې د ډېرو څارونکو په وینا داسې پړاو ته وارد شوی چې له دفاعي دریځه ورهاخوا تللی او د کړکېچونو په مدیریت کې ئې لا ډېر نوښتونه خپل کړي دي.
په داسې شرایطو کې، د امریکا هر نوی برید د تهران د چلند د بدلون پر ځای د واشنګټن لګښتونه زیاتوي. له همدې امله، اوس اصلي پوښتنه دا نه ده چې ولې ایران تسلیم نه شي؛ بلکې دا ده چې ولې ټرمپ لا هم هغې ستراتیژۍ ته ژمن پاتې دی چې د جګړې ډګر شواهد، تاریخي تجروبې او حتی د امریکا د سیاسي شخصیتونو یوه برخه ئې ناکامه ګڼي.
تر دې چې د دې پوښتنې روښانه ځواب ونه موندل شي، د برید، متقابل ځواب او د کړکېچ د لا زیاتېدو دا لړۍ به دوام ومومي. داسې لړۍ چې تر دې ډېر د قدرت نښه نه، بلکې د ایران پر وړاندې د امریکا د سټراټیژیک بندون څرګندونه کوي.