
ایکنانیوز د عراق د رسمي خبري آژانس ؛واع ؛ له قوله راپور راکړی، د آیت الله محمد اسحاق فیاض جنازه نن په نجف اشرف کې د زرګونو مینه والو په ویر او غم کې خاورو ته وسپارل شوه.
د هغه د جنازې دستورې په کربلا او کاظمین کې له ترسره کیدا وروسته په نجف اشرف کې هم ترسره شوې او له دغو دستورو وورسته د هغه جنازه د ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني د زامنو حجة الاسلام سید محمد رضا او محمد باقر سیستاني پشمول د سلګونو لولوعالمانو او دینی شخصیّونو او طلبه ؤ په ګډون سره د امام علی علیه السلام د سپيڅلي حرم په خوا کې خاورو ته وسپارل شوه.
د خدای بخښلي آیت الله اسحاق فیض د پآک مړي جنازې دستورې چې د افغانستان د ولس په زړونو کې هم ځانګړی ځاي لري پرون په کاظمین او کربلا کې د لسګونوزره مینه والو په شتون سره ترسره شوې او د هغه مړی نن د نجف اشرف د امام علی دحرم په خوا کې خاورو ته وسپارل شو.



https://iqna.ir/fa/news/4356547