IQNA

د اهل سنتو د دیني زده‌کوونکو د قرآن کریم دسیالیو دولسم پړاؤ ترسره کېږي

13:49 - June 11, 2026
د خبر لمبر: 3492895
ایکنا- د اهل سنتو د دیني مدرسو د زده‌کوونکو او روحانیونو د قرآن کریم د سیالیو  دولسمه مرحله  د ښځو او نارینه‌وو لپاره د حفظ او قرائت په برخو کې ترسره کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، د ایران  د اهل سنتو د دیني زده‌کوونکو او روحانیونو لپاره د قرآن کریم د سیالیو دولسمه مرحله  به په روان  ۱۴۰۵ کال کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د لاندې څانګو لپاره پلان شوې دي:

د قرآن کریم بشپړ حفظ

د ۲۰ سپارو حفظ

د ۱۰ سپارو حفظ

د ۵ پسارو  یا جزو حفظ

تحقیقي قرائت  او دغه راز

ترتیلي قرائت.

د دغو سیالیو ولایتي پړاوونه به د  ایران په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کال له وږي (سنبلې)میاشتی څخه تر سلواغې (بهمن) میاشتې پورې ترسره شي.

د هرې برخې غوره ګډونوال، که اړین نصاب ترلاسه کړي، نو د ۱۴۰۶ کال عمومي پړاو ته به لار ومومي.

د اوسني حساس پړاو د ملي یووالي او همغږۍ د اړتیا، د امت او مقاومت د ستر لارښود امام  خامنه ای د شهادت د درناوي، او د امریکا او صهیونیستي رژیم پر وړاندې په دریمه تپلي جنگ کې د بریا د نمانځنې په موخه، د دغې مرحلې لپاره «قرآن؛ د بریالي امت کتاب» په عنوان سره شعار ټاکل شوی دی.

د نوم‌لیکنې اعلان او د دغو سیالیو نور جزئیات به ډېر ژر د اهل سنتو د دیني مدرسو د پلان جوړونې شورا د دارالانشاء د رسمي پاڼو او همدارنګه د ولایتونو د اسلامي مرکزونو له لارې خپاره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4357503 

captcha