
یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د امریکا د ماشوم وژونکي پوځ توغندوي حملو ته په ځواب کښې نن سهار په اردن کښې په دولس بلاسټیک توغندیو سره د امریکا د ایف پینځلس، ایف شپاړس او د ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکو د دیره ځاې کیدا پر ځاې او دغه راز د «الازرق» د کنټرول د مرکز په پوځي مرکز او هوايي اډې کښې واقع د امریکا د ترهګر پوځ په مهمو تاسیساتو باندې برید وکړ او ګڼ شمیر جنګي الوتکې یې ورته تباه کړې.
د ایران د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک ټینګار وکړ:د اسلام د مبارزانو عملیات به د دښمن د شرارتونو تر دوام پورې روان وي.
دغه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د اتلانو او د هوا فضا ځواک زړَورو مبارزانو د تیریګرو د سزا کولو لپاره د پوځي عملیاتو په دوو څپو کښې د کویت په «علي السالم» او «احمد الجابر» هوايي اډو او دغه راز د بحرین د شیخ عیسي په هوايي اډو کښې د امریکا د ورانکار پوځ په اتلسو مهمو هدفونو باندې بریدونه وکړل او هغه یې تباه کړل.
له بلې خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د «خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم» مرکز د یوې اطلاعیې په خپرولو سره وویل د جنایتکارې امریکا د شرارتونو په دوام او د ایران په هرمز ولایت کښې د جنوب په ځینو سیمو باندې د واشنګټن د تیریګر پوځ د بریدونو پیلیدا ته په پام سره په سیمه کښې د ناامنۍ په دلیل هرمز سمندري اوبلاره د تیلو د وړونکو کشتیو او د تجارتي کشتیو په شمول د هر ډول کشتیو د تګ راتګ لپاره بند ده او که چیرې کومه کشتۍ خلاف ورزۍ وکړي نو ورباندې به حمله وشي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174050-