د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، امامی كاشانی د جمعی ورځې په جمعی لمانځه په لومړۍ خطبی كې د غدير پیښه داسې بيان كړه، وروسته له دې چې د خدای پاك ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم په خپل اخری حج كښې په غدير خم ميدان كښې حضرت علی عليه السلام خپل جانشين وټاكه، د دغې ورځې په مناسبت يو شمير دستورې وشوې.
د حضرت رسول اكرم صلی الله عليه وله وسلم په مخ كښې خوشحالۍ او شادابی وليدل شوه او ویې فرمايل ماته مباركی ووايئ.
نن ورځ د غدير له بركتونو د ګټه پورته كولو او دراغونډيدا ورځ ده.
د تاريخ په اوږدو كښې دانسانانو رهبرۍ او دلارښونې بهير په دوو برخو ويشل كیږی .
لومړۍ برخه یې دحضرت ادم عليه السلام له وخت راهسې ده چې دلومړی پيغمبر په توګه یې دلارښونې بيرغ په لاس كښې واخيست .
له هغه وروسته الهی پيغمبران يو بل پسې دبشر دلارښونكو په توګه ډګر ته راووتل .
د خدای پاك اخری پيغمبر حضرت محمد ص هم دوحی دتعليماتو پراساس دانسان دتكامل او ودې لپاره ترټولو لوړ تعليمات وړاندې كړل .
د انسانانو دمشرۍ بل پړاو هغه وخت پيلیږی چې پيغمبر اكرم ص دذيحجې دمياشتې په اتلسمه نیټه حضرت علی عليه السلام د خپل ځای ناستی په توګه وټاكه .
په هغه تاريخی شيبه كښې پيغمبر اكرم ص دخدای پاك له لورې وګمارل شو چې له ځان وروسته مشران معرفی كړی چې په هغوې كښې حضرت علی عليه السلام په سر كښې راځی .
په هغه و رځ د حضرت علی عليه السلام په معرفی كيدا سره دبشريت په تاريخ كښې يو بل نوی باب پرانستل شو .
د غدير له پیښې وروسته خلكو له حضرت علی عليه السلام سره روغ بړ و كړ او ویې ويل افرين دې پر تا افرين دې وی پرتا ای د ابو طالب زويه ته زما او دټولو ايمان لرونكو سړيو او ښځو مولا او مشر شوی .
غدير د حضرت علی عليه السلام شخصيت ددرنښت ورځ ده .
داسې ستر انسان چې داسلام له ظهوره وروسته په ټولو ټیټو هسكو كښې دپيغمبر اكرم په څنګ كښې او له هغه سره وو .
په يوه جنګ كښې مسلمانان له دوو خواو كلابند شول او ډير مسلمانان وتښتيدل او دخدای پاك ګران پيغمبر حضرت محمد ص يوازی پاتی شو او دمسلمانانو له دغه كار خپه شو په دې ډول چې له مخ او تنډې یې خويلې بهيدلې .
ناڅاپه یې نظر په حضرت علی عليه السلام پريوت او هغه یې په خپل څنګ كښې وليد .
حضرت رسول اكرم ص پوښتنه وكړه علی ته ولې له هغو كسانو سره چې وتښتيدل يوځای نشوې .؟
حضرت علی عليه السلام وويل ای دخدای رسوله ايا له اسلام وروسته كافر شم ؟
زه د ستا منونكی يم .
پيغمبر اكرم ص دعلی دمينې او زړورتيا په ليدو سره وفرمايل : « ګرانه علی د دغو كافرانو حمله په شا وتمبوه.»
دښمن دپيغمبر اكرم ص دله مينځه وړلو لپاره خپل ټول توان او امكانات ميدان ته راوړی وو .
خو حضرت علی په بی ساری زړورتيا سره هغه حملې چې په پيغمبر ص كيدلې شنډولې.
په دې وخت كښې حضرت جبرييل نازل شو او ویې ويل ای محمده دسرشيندنې معنا هم داده .
پيغمبر اكرم ص وفرمايل علی له ما او زه له علی يم »
حضرت جبرييل وويل زه هم له تاسو يم
دغدير اختر په و رځ د امام علی ستر شخصيت ديوې لوړې بيلګې په توګه ټولو ته معرفی شو .
د خدای پاك ګران پيغمبر حضرت محمد دهجرت دلسمې كال دذی العجې داتلسمې نیټې په ورځ دغرمې په مهال له ګڼ شمير اصحابو سره يوځاې چې تاريخ ليكونكو دهغوې شمير كابو يو لك شل زره اعلان كړی دی داخری حج له سفره بيرته ستنيد . د غرمې په وخت سخته ګرمی وه او هوا ډيره ګرمه او توده وه . د كاروان د خلكو او داوښانو د جرثونه غږونه اوريدل كيدل
خو په دغه ټول شورماشور كښې دخدای پاك دګران رسول څيرې ديوې بلې پیښې حكايت وركاوه .
هغه حضرت په ډير ژور فكر كښې ډوب شوی وو ته به وائ چې دبرخليك ټاكونكی او مهم خبر په تمه دی.
ناڅاپه په پيغمبر اكرم ص وحی نازله شوه .
د خدای پاك ګران رسول وفرمايل هغه كسان چې تراوسه نه دی رسيدلی په چټكې سره ځانونه غدير خم ته ورسوی او هغه كسان چې مخكې تللی دی راوګرځی .
غدير خم دمكې او مدينې ترمينځ يو ژور ځای وو چې دكاروانونو خلك به له هغه ځايه تيريدل
خو په هغه و رځ په دغه ځای يوه ستره او تاريخی پیښه وشوه .
وروسته له دې چې خلك راټول شول دپيغمبر اكرم ص لپاره داوښانو له كجوو څخه يو منبر جوړكړی شو .
حضرت محمد منبر ته وخاته او په زړه پورې غږ سره یې لومړی دخدای پاك ستاينه وكړه او خلكو ته له څو خبرو كولو وروسته یې وفرمايل ای خلكو څوك دمسلمانانو دمصلحتونو دپيژندلو او دهغوې دچارو دسرپرستی زيات وړ دی .؟
خلكو وويل خدای پاك او رسول یې زيات پوهیږی .
ايا زه پرتاسو تر تاسو زيات حق نلرم .
خلكو وويل همداسې ده ای دخدای پاك رسوله .
ای خلكو زه به ډير ژر وفات شم پوه شئ چې زه تاسو ته دوه ګرانبيه څيزونه پریږدم يو قران مجيد او بل زما اهل بيت عليه السلام .
له هغوې وړاندې لاړ نشئ او نه ترې وروسته پاتې شئ .
بيا داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد ص دعلی لاس په خپل لاس كښې واخيست او دومره یې اوچت كړ چې ټولو هغه دخدای پاك د رسول په څنګ كښې وليد او ویې پيژند .
ورپسې یې په لوړ غږ سره وفرمايل ای خلكو له دې وروسته زه د چې مولا او مشر يم دغه علی دهغه مولا او مشر دی .
داسلام ګران پيغمبر دغه ټكی درې ځله تكرار كړ او دوام یې وركړ ای خدايه پاكه دعلی دوستان خپل دوستان وګڼئ او دهغه دښمانان خپل دښمانان وګڼه .
البته دا لومړی ځل نه و و پيغمبر اكرم ص علی تايدوه .
هغه حضرت له هغه وخته چې پيغمبر شو په هر مناسب فرصت كښې به یې دعلی ستاينه كوله .
لا په غدير خم كښې موجود خلك تيت پرك شوی نه وو چې وحی روح بخښونكو انګازو دمحمد ص ژوند ته تاندوالی وبخښه .
دقران مجيد دمايده سورې په دريم ايت كښې ويل شوی «نن ما تاسو دين كامل كړ او خپل نعمتونه مو پرتاسو تمام كړل او اسلام مو دتاسو دتل پاتې دين په توګه ومانه»
پيغمبر اكرم ص په غدير خم كښې په خپلې وينا كښې وفرمايل ما هغه څه چې تاسو ته درسولو لپاره ورباندې ګمارل شوی وو ورسوه چې دهغو كسانو لپاره چې دلته شتون لری او دهغو كسانو لپاره چې دلته نشته يوحجت ووسی .
حاضران دې غايبانو او پلاران دې خپلو بچيانو ته تر قيامت ورځې پورې دغه پيغام ورسوی .
دغه و ينا ددې ښودنه كوی چې غديرخم همدا اوس مونږ او حتی ورپسې نسلونو ته مخاطب دی .
له دې كبله هغه څه ته چې په لسم هجری قمری كال كښې په غديرخم كښې وشول يوازې ديوې تاريخی پیښې په توګه نشو كتلای .
دعلی دانتخاب دليل هغه ارزښتونه او فضيلتونه دی چې دهغه په شخصيت كښې راغونډ شوی دی .
په حقيقت كښې دهمدغو ښو صفتونو په خاطر خدای پاك له پيغمبر وروسته دټولنې د چارو تدبيرول علی ته وسپارل .
علی داسی مشر وو چې پاك روح یې له ځان منمۍ او تمې ډير واټن درلود .
څرنګه چې علی خپل يوه ملګری ته وفرمايل حكومت زما لپاره ديوې بې ارزښته څپلې هومره ارزښت نلری .
دحاضر وخت يوه شخړه دفاسدو او نالايقو واكمنانو شتون دی .
هغه ځان منمه انسانان چې نړۍ دجنګ او بلوا په لور وربيای ټول شيان دخپلو تمو او هدفونو لپاره غواړی .
خو امين او صالح مشران حكومت دخدای پاك لخوا يو امانت ګنی او له هرشی زيات دخلكو دژغورنې فكر كوی .
دغدير پیښې دغه پيغام ننی بشر ته ورساوه چې يوازې صالح ، پرهيزګار ، او په اخلاقو ښكلی شوی انسانان په خلكو دحكومت وړتيا لری .
701685