د ایکنا د راپور له مخې، چې د الجزیرې له قوله ئې راکړی، په داسې حال کې چې نړۍ په لویو جګړو او نوو بحرانونو تمرکز لري، یو لوي انساني بحران په پټه توګه زیاتوالی موندلی او حتی ممکنه ده له کنټرول څخه ووځي، او دا د روهینګیا د اقلیت ټراژیډي ده، چې اکونومیست دا «په نړۍ کې تر ټولو زیات ځورېدونکې ډله» بللې ده.
دغې بریتانیائي مجلې راپور ورکړی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې، کله چې له یو میلیون څخه زیات روهینګیائي مسلمانان له وژلو او کړاؤ څخه د خلاصون لپاره د میانمار د راخین صوبې له لوېدیځې ساحلي سیمې څخه وتښتېدل، د بنگله دیش په سویل ختیځ کې د کاکس بازار په سرحدي سیمه کې په ناپاکو کیمپونو کې ژوند کوي او د کافي خوړو، روغتیايي خدمتونو، تعلیم او کاري فرصتونو څخه بېبرخې دي. روغتونونه او ښوونځي تړل شوي، او د ماشومانو او ښځو ترمنځ د ناوړه تغذیې او کمخونۍ کچه مخ په زیاتېدو ده.
اکونومیست ټینګار کړی چې د روهینګیا کډوالو تر ټولو جدي ستونزه د کاکس بازار کمپونو ته د تخصیص شوي بودجې کمښت دی. دا پېښه وروسته له دې رامنځته شوه چې امریکا، چې د مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکی وه، د خپلې نړیوالې پراختیايي ادارې د ړنګولو په ترڅ کې ئې خپلې مرستې په پراخه کچه کمې کړې.
د نړیوال خوراکي پروګرام، چې روهینګیائي مسلمانانو ته د خوړو یوازینی مرسته کوونکی دی، خبرداری ورکړی چې د پخلي لپاره تېل به په څو اونیو کې ختم شي او د خوراکي توکو ذخیره به د کال تر پایه پای ته ورسېږي.
په ورته وخت کې، هغه کسان چې کیمپونو ته تښتي، شمېر ئې مخ په زیاتېدو دی. د اکونومیست د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، له ۱۵۰ زرو څخه زیات کسان د میانمار د پوځي شورا او د آراکان بودایي پوځ، چې د روهینګیا پر وړاندې د قتل عام په تور تورن دی، ترمینځ د شخړو له امله دې کمپونو ته پناه وړې ده.
اکونومیست دا هم راپور کړی چې بنگله دیش له کډوالو سره د مرستې لیوالتیا پریښودلې ده.
د روهینګیاوالو غیرقانوني کډوالۍ هڅې مخ په زیاتېدو دي، او د مئ په میاشت کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان د خلیج بنگال په اوبو کې هغه مهال مړه شول کله چې د کډوالو یوه کښتۍ، چې له کاکس بازار څخه د تېښتې هڅه یې کوله، ډوبه شوه.
دا راپور زیاتوي چې چین، د میانمار د نفوذ او پانګونې له امله، کولی شي د راخین صوبې د شرایطو د ښه کولو لپاره د آراکان پوځ په اغېز کولو کې مهم رول ولوبوي.
د دې مجلې په باور، تر ټولو لوی خطر په دې هېر شوي بحران د سترګو پټول دي، چې کولی شي روهینګیا د ظلم او بدبختۍ په یوه نه ختمېدونکي څرخې کې راګیره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4307317