IQNA

په ماسکو کې د قرآني نندارتون په ترڅ کې د اسلامي فلمونو د اوونۍ ترسره کېدل

11:00 - September 28, 2025
د خبر لمبر: 3491781
ایکنا - د مسکو په جامع جومات کې د « قرآن نړئ» نومې دویم نندارتون، چې د قرآني کیسو په بڼه د اسلامي فلمونو اوونۍ هم پکې شامله وه، له بېلابېلو پروګرامونو سره جوړ شو.

 ایکنانیوز د الرأیه له قوله راپور راکړ، دا نندارتون د قطر د اوقافو او اسلامي چارو  په وزارت پورې اړوند د «شیخ جاسم بن محمد بن ثاني» د قرآن سیالۍ د تنظیم کمیټې په ملاتړ ترسره شو او په کې بېلابېل کلتوري، قرآني او تعاملي پروګرامونه شامل وو.

د روسيې د مسلمانانو دیني ادارې د مسکو د قرآني نندارتون په جوړولو کې همکاري درلوده او د اسلامي یووالي او کلتوري ګډ سوله ایز ژوند پر اهمیت په ټینګار سره یې د قرآن اهمیت او مقام د یوه معنوي او کلتوري الهام‌بخښونکي سرچینې په توګه روښانه کړ.

په دغې غونډه کې د نوې ټکنالوژۍ او مجازي واقعیت (VR) تجربې په کارولو سره، بېلابېل قرآني پروګرامونه او تعلیمي ورکشاپونه د قرآني تجربې د ملموس او زړه‌راښکونکي کولو په موخې سره  ترسره شول، چې موخه ئې په ځانګړې توګه د قطر او روسيې ترمینځ د نړیوالو اړیکو پیاوړي کول وو.

برگزاری هفته فیلم اسلامی در نمایشگاه قرآنی مسکو

همدارنګه، د نادرو  قرآنونو او د قرآن د زاړو نسخو او جزؤ یا سپارو نندارې، د لومړنیو اسلامي پړاؤنو ،په مکه کې د مجازي واقعیت له لارې اشنایي، د عربي خوشخطۍ هنري او تعلیمي ورکشاپونه، د قرآن تلاوت او د تجوید د زده‌کړې ورکشاپونه، او د ماشومانو ،زلمیانو او ځوانانو لپاره د حفظ او تلاوت سیالۍ د دې غونډې نور پروګرامونه وو.

د نندارتون یوه برخه د اسلامي فلمونو اوونۍ ته ځانګړې شوې وه، چې په ترڅ کې ئې د قرآني کیسو، د پیغمبرانو د ژوند او د اوسمهاله دیني او کلتوري موضوعاتو په اړه فلمونه نندارې ته وړاندې شول.

یادونه وشوه چې د قرآن نړئ نومې نندارتون د جمعې په ورځ، یعني د وږي یا سنبلې د میاشتې  په ۲۱ د مسکو په جامع جومات کې پرانیستل شو او د سنبلې دمیاشتې  تر ۲۴   پورې ئې دوام درلود.

د دې نندارتون دویمه دوره، چې تر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۶ (د روان کال د تلې تر ۱۴ ) دوام لري، د مسکو ترڅنګ په ساراتوف، سارانسک او قازان ښارونو کې هم ترسره کېږي.

دا غونډه د وږي له ۲۸  تر ۳۱مې پورې په ساراتوف جامع جومات کې ترسره شوه، په سارانسک کې ئې پروګرامونه د تلې د میاشتې  له ۴ پیل شوي او تر ۷مې به  دوام کوي.

د تلې میاشتې  ۹  نیټه هم په قازان کې د دغه نندارتون د پای نېټه اعلان شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4307348

captcha