IQNA

د غزې د جلاد د ملګرو ملتونو په غونډې کې د وینا حاشیه؛ له خالي هاله رانیولې د فلسطین د بیرغ تر پورته کولو پورې

10:57 - September 28, 2025
د خبر لمبر: 3491780
ایکنا - د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د وینا له پیل مخکې، د ډېرو هېوادونو مشران او استازي د اعتراض په توګه  له  هاله ووتل.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د آناتولي خبري اژانس له قوله لیکل شوی،  د جمعې په ماښام ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اتیایمې ناسته کې بنیامین نتانیاهو وینا وکړه؛ دا غونډه له خالي څوکیو سره مخ شوه او د غونډې ډېری غړي هېوادونه او ګډونوال د صهیونیستي رژیم د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو پر وړاندې د اعتراض په توګه له تالاره ووتل.

ځینو  مظاهره چیانو  د ودانۍ په دروازه کې د ننوتونکو پلاؤ په وړاندې غبرګون وښود او پوښتنه ئې وکړه: «ولې غواړئ د نتانیاهو خبرې واورئ؟»

کله چې نتانیاهو وینا کوله، ایراني پلاوی له هاله ووت او د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې د وژل شویو  عامو خلکو انځورونه ئې پر مېز کېښودل.

نتانیاهو په خپلو بې‌ارزښته خبرو کې د غزې، لبنان، یمن او سورئې پر وړاندې د دغه رژیم بریدونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې ایران د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی او پر ایران باندې د دوي بریدونه روا دي.

د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر، چې د هیګ د اپیل محکمې له خوا د جنګي جنایتکار په توګه پېژندل شوی، په ملګرو ملتونو کې د خپلو ادعاوو په دوام وویل: «که حماس زمونږ غوښتنو ته غاړه کېږدي، جګړه همدا اوس پای ته رسېږي. غزه به غیرپوځي او بې‌وسله شي، اسرائیل به بشپړ امنیتي کنټرول ترلاسه کړي او په غزې کې به د خپلو اوسیدونکو له خوا یوه غیرپوځي اداره جوړه شي چې له اسرائیلو سره به په سولې کې وخت تیروي. په غزې کې زمونږ کار لا پای ته نه دی رسیدلی.»

حاشیه‌های سخنرانی جلاد غزه در سازمان ملل/ از سالن خالی تا اهتزاز پرچم فلسطین

د نتانیاهو د وینا پر مهال په نیویارک کې د فلسطین د بیرغ پورته کول

د الجزیرې د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر د وینا پر مهال، په نیویارک کې د فلسطین پلوي اعتراض کونکو  د اسرائیلي پلاوي پر وړاندې شعارونه ورکړل او د فلسطین بیرغ ئې پورته کړ.

مظاهره چیانو له فلسطینیانو سره د پيوستون په څرګندولو سره له امریکا غوښتنه وکړه چې اسرائیل ته مالي او وسلوتلې  مرستې بندې کړي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بې‌ځایه خبرو ته سخت غبرګون وښود.

د نتانیاهو هغه خبرې، چې په غزې باندې د تسلط او هلته د یوې لاس پوڅي  ادارې د جوړولو هڅې ئې یادې کړې، یوازې یوه ځلوب دی او هیڅکله به واقعیت ونه مومي. فلسطیني ملت بپه کرتو  خپل  استقامت او د هر ډول  نیواک  او اړوندوالي د ردولو په اړه خپل تعهد ثابت کړی دی.

حاشیه‌های سخنرانی جلاد غزه در سازمان ملل/ از سالن خالی تا اهتزاز پرچم فلسطین

په قدس پلازمینې سره  د فلسطین د خپلواکه حکومت تاسیس یو اصیل او نه انکاریدونکی حق دی او د نیواکګرو جنایتونه او د هغوی فاشیستي سیاستونه هیڅکله دا حق له منځه نشي وړلی.

https://iqna.ir/fa/news/4307170

captcha