IQNA

قدس؛ د فلسطین پلازمینه»؛ د اردن د نړیوال کتاب نندارتون شعار

10:47 - September 28, 2025
د خبر لمبر: 3491778
ایکنا -د امان د کتاب د ۲۰۲۵ څلورویشتم نړیوال نندارتون د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳، د «قدس؛ د فلسطین پلازمینه» په شعار سره د اردن د نړیوال نندارتون په مرکز کې پیل شو.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د العربي الجدید له قوله لیکل شوی، دا نندارتون د اردن د کلتور وزیر «مصطفى رواشده» له خوا د دغه هېواد د پاچا په استازیتوب پرانیستل شو او د  ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر  ۴ چې د تلې له ۱۲ سره برابره ده، دوام کوي.

دا نندارتون د اردن د ناشرانو د اتحادیې په نوښت د اردن په نړیوال نندارتون مرکز - مکه مال کې د ۲۲ عربي او غیر عربي هېوادونو د ۴۰۰ خپرندویو موسسو په ګډون سره د «قدس، د فلسطین پلازمینه» شعار سره جوړ شوی او د اردن هغه دریځ څرګندوي چې د قدس شریف د اسلامي او مسیحي مقدساتو ملاتړ کوي.

د اردن د کلتور وزیر وویل چې عمان د خپل بډاي تاریخي او کلتوري مخینې  او په بېلابېلو علومو او معارفو کې د خپلو میراثي خزانو له امله د سږکال نندارتون افتخاري مېلمه دی.

د امان د کتاب نندارتون د اردن، فلسطین، سورئې، مصر، مراکش، تیونس، الجزایر او اماراتو د هنرمندانو او نوښتګرو په ګډون سره ترسره کېږي او د ماشومانو لپاره یو ځانګړی پروګرام د اردن د «عبدالحمید شومان» فاؤنډیشن په  څارنې سره پکې اجرا کېږي.

له کلونو راهیسې، د اردن نړیوال کتاب نندارتون د «قدس؛ د فلسطین پلازمینه» نومې شعار غوره کړی څو د نړیوالو روا مفاهیمو، عدالت او د برخلیک د ټاکلو د حق په اړه خپل ملاتړ ښکاره کړي او د فلسطیني روایت په وړاندې د نیواکګرو روایت او د هغوی توکمپالې کړنې بیان کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4307302

captcha