د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دلكهنؤ پوهنتون د فارسۍ برخې مشر عارف ايوبی څرګنده كړه: دغه فېلمی فېسټيوال د دغه پوهنتون په اهتمام او د ايران د اسلامی جمهوريت د سفارت په همكارۍ سره جوړیږی.
دغه فېسټيوال د فارسۍ ژبې د يادولو او د ايران له كلتور سره د اشنائۍ لپاره د وږی د مياشتې له يودېرشمې نېټې نه د تلې د مياشتې تر دريمې نېټې پورې د ځائ وخت مطابق له يولسو بجو نه د مېلوی نومې د غونډو په هال كښې جوړیږی.
ايوبی زياته كړه: فارسی ژبه د قطب الدين بېګ د باچائۍ له زمانې نه د مغلو د اخېری باچا بهادرشاه ظفر د باچائی تر زمانې پورې چې له ١٢٣٦ هجری نمريز سره سمون خوری يعنې تر اوۀ سوه كاله پورې د هند رسمی ژبه وه او د هند هر يو كس په فارسۍ ژبه باندې دپوهېدلو توان لرۀ. او حتی په اوس حال كښې هم د دغه هېواد په عدالتونو كښې هغه كسان په ملازمت اخېستل كیږی چې په فارسۍ ژبه پوهیږی او دغه شان په اوسنۍ هندی (اردو) ژبه كښې هم د فارسۍ زيات ټكی استعالیږی.
1098114