د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د عراق د اصوات خبری اژانس د راپور پر اساس د كربلا ښار د شورا د مشر مرستيال جاسم الخطابی د حسينی اربعين د پلان په چوكاټ كښې د عراق د زرګونو امنيتی ځواكونو ديره كيدا ته په اشارې سره وويل په داسې حال كښې چې په ميليونونو حسينی زيارتوال د كربلا په لور حركت سره په اربعين ورځې د امام حسين عليه السلام د وير د مراسمو د ترسره كولو لپاره چمتو كوی هيله كیږی چې د زيارتوالو دغه شمير څه د پاسه اوولس (۱۷) ميليونو ته ورسیږی . ا
لخطابی د اوولس ميليونه زيارتوالو شتون په دينی مراسمو كښې د زيارتوالو د شتون په تاريخ كښې بې ساری وباله او زياته یې كړه حسينی زيارتوال په دريو چورليزونو كربلا، بابل، كربلا، بغداد، كربلا، نجف كښې د دغه سپیڅلی ښار په لور د حركت په حال كښې دی او په كربلا ښار او خوا و شا كښې څه د پاسه شپږديرش زره امنيتی ځواكونه د پلټنې د پوستو په جوړولو سره د زيارتوالو د امنيت د تامينولو كار پر غاړه لری د حسينی اربعين مراسم سبا د كربلا په ښار كښې د شيعه مسلمانانو د دريم امام حضرت امام حسين عليه السلام په سپیڅلی حرم كښې ترسره كیږی .
1165343