IQNA

په تركی كې هم د امريكای عسكرو په لاس د قرآن پاك بې حرمتۍ په خلاف مظاهرې

21:18 - January 13, 2013
د خبر لمبر: 2479530
نړيواله ډله: د تركی په آدانا ولايت كې په انجرليك هوائی ډګر كې د امريكائی عسكرو لخوا د قران شريف د سپكاوی د خبر په خپريدو پسې دتركیې په پارليمان كې د ملی حركت ګوند يوشمير استاذو په دغې اډې كې د جومات په ړنګولو او د قرآن كريم په سپكاوی كې د امريكائی عسكرو په اقدام په خلاف سختې مظاهرې وشوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Press TV» یې نقلوی چې د آداناولايت دخلكو استاذی سيف الدين ايلماز په پارليمان كې د دغه مطلب په مطرح كولو سره په دې باب د تركیې دكورنيو چارو د وزير دتوضيحاتوغوښتنه وكړه او وې ويل په انجرليك (İncirlik) هوائی اډې كې د امريكايی عسكرو په لاس د قرآن پاك د شلولو او د جومات د ړنګولو خبرونه په رسنيو كې خپره شوی دی بايد دكورنيو چارو وزير په دې باب توضيح وركړی.
دا په داسې حال كې دی چې د تركیې دواكمن ګوند اوحكومت له خواددغه خبر په نسبت دهیڅ ډول غبرګون نه ښودلو دتركیې عمومی افكار راپارولی دی او د تركیې حكومت ئې ا ندیښمن كړی دی په دې مناسبت د آدانا ولايت په زرګونو خلكو پراخې مظاهرې كړی او له دغه ولايته ئې د امريكائی عسكرو د آډې د ليرې كولو غوښتنه كړې ده.
1170366
captcha