هغه دې ته اشاره سره چې باید بشریت له قرآن معارفو او د دې آسمانی کتاب مبانی زمینه جوړول ضروری دې، زیاته کړه: د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د قرآن توهین کول د دښمنانو او د هغه خلکو چې د پیغمبر او د قرآن اهانت یی کړی د بی منطقه فکر نښه ده.
د قرآن دلیل کېدل
د اوقاف سازمان مشر وویل: هغه کس چې منطقی وې نو د پیغمبر او د آسمانی کتاب به توهین نه کوی او دلیل او منطق سره خبره کوی، د مسلمانانو محکم برهان او دلیل قرآن دی، لکه څه رنګه چې هم په دې کتاب کښې څو آیتونو کښې شتون لری چې د دا کتاب یی د برهان په نوم یاد کړی.
هغه د پیغمبر صلی الله علیه و آله اهانت په سختی سره محکوم کړو او وې ویل: د اسلام د دښمنانو له اړخه دا اقدام شوی چې د بشری وجدان او بشری منطق یی نه قبله وی او نه د قبلولو وړ لری.
قرآنی معارف ټولې نړۍ ته د هغوی په ژبه کښې وړاندې کول
حجت الاسلام محمدی تاکید وکړو: د پیغمبر صلی الله علیه و آله مقدس ذات او د قرآن توهین کونکو سره د مقابله لپاره یوه مهمه لار د قرآن او د اهلبیت علیهم السلام معارف د نړۍ خلکو ته د هغوی په ژبو کښې وړاندې کول دی.
هغه قرآن د نړۍ په سطح خپرولو او چاپ کولو ته اشاره وکړه او وې ویل: دا کار به مونږ د تفسیر په توګه هم کوو، که څه هم دا کار په تفسیر کښې کول سخت دی، خو ملا ورته تړو چې دا کار وکړو او د نړۍ خلکو ته به تفسیر هم د هغوی په ژبه کښې وړاندی کولو.
http://www.iqna.ir/fa/News/2856158