
ایکنا نیوز د Islamic Relief له قوله لیکلي دي ، د امریکا د اسلامي مرستو ادارې د Share مرکز په همکارۍ یو خیریه پروګرام تنظیم کړی، چې پکې د لکسینګټن ښار اړمنو خلکو ته د خوړو زرګونه پرسونه چمتو او وېشل شوي دي .
لسګونو کسانو، چې مسلمانان او غیرمسلمانان پکې شامل وو، د لکسینګټن اکاډمۍ په ورزشي تالار کې د وریژو، لوبیا او د ګازرې د چیپس له خوړو څخه د پرسونو په چمتو کولو کې برخه واخیسته او و ې ویل چې د دې نوښت موخه یوازې د خوړو برابرول نه دي، بلکې ټولنیزې مرستې او د خیریه کارونو له لارې د اسلام په اړه د پوهاوي زیاتول هم پکې شامل دي.
د امریکا د اسلامي مرستو ادارې د پراختیا د برخې همغږي کوونکي زید شبندري،وویل چې دا خواړه به د کنتاکي په مرکزي سیمو کې پر اړمنو ووېشل شي، او دا نوښت د همکارۍ او ټولنیز یووالي روحيه څرګندوي.
د Share مرکز د تغذیې مدیر آرش انصاري،وویل چې د دې کمپاین موخه د شاوخوا ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زره پورې د خوړو پرسونو برابرول دي، چې د Share مرکز، د خوړو بانک او نورو خیریه بنسټونو له لارې به ووېشل شي.
ترسه کونکو د خپلې خوښې کابو ۱۰۰ کسانو ګډون ته اشاره وکړه، چې زدهکوونکي او سیمهییز وګړي پکې شامل وو، او د دې نوښت په اړه ئې د ټولنې مثبت غبرګون او پراخ ملاتړ وستایه.
سارا غانم، چې یوه بریتانیايي محصیله ده، د ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې همکاري او د نورو ملاتړ د یوې منسجمې ټولنې بنسټ جوړوي.
دا کمپاین په داسې حال کې ترسره شوی چې د کنټاکي ایالت د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخ دی، او د Feeding Kentucky د راپور له مخې، نږدې ۷۰۰ زره کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، چې دا چاره د خیریه نوښتونو اهمیت د خوړو د تشې د ډکولو او د تر ټولو زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره لا روښانه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4330782