IQNA

د مصر مفتي وائي:د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د قرآن تفسیر شرعاً جایز نه دی

10:26 - January 29, 2026
د خبر لمبر: 3492377
ایکنا - د مصر مفتي د قرآن کریم د آیتونو په تفسیر کې د مصنوعي ځیرکتیا(آرتيفیشل اینټلیجنس) پر بنسټ د پروګرامونو د کارولو شرعي حکم تشریح کړ او وې ویل: د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د قرآن تفسیر شرعاً جایز نه دی.

 ایکنانیوز د «صدی البلد» له قوله راپور راکوي، د مصر مفتي نظیر عیاد د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له هغه څخه د مصنوعي ځیرکتیا د پروګرامونو، په ځانګړي ډول د «ChatGPT»، د کارولو په اړه شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر اړوند شرعي حکم بیان کړ.

د مصر د دارالافتاء په رسمي وېب‌سایټ کې نوموړي اعلان وکړ: د قرآن کریم په تفسیر کې د مصنوعي ځیرکتیا پر پروګرامونو بشپړ تکیه کول له شرعي پلوه منع دي، او له دغو وسیلو څخه په خپلواکه  توګه د قرآني معانو اخیستل جایز نه دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا پرېکړه د دې لپاره ده چې د خداي تعالی کتاب د اټکل او ګومان له دایرې څخه وساتل شي، او له بې‌علمه تفسیر یا د هغو معناوو له منسوبولو څخه خوندي پاتې شي چې د متخصصانو له لورې نه دي ثابت شوي.

نظیر عیاد وویل چې د قرآن د معانو څېړنه باید یوازې هغو کسانو پورې محدوده وي چې د تفسیر وسایل او هغه اصول په واک کې لري چې د مفسرینو او پېژندل شوو فقهاوو له خوا تایید شوي دي.

هغه پر دې ټینګار وکړ چې د قرآن د آیتونو د سم فهم او تفسیر لپاره باید  باوري تفسیري کتابونو ته مراجعه وشي، یا له باوري او متخصصو علماوو او اړوندو دیني بنسټونو څخه پوښتنه وشي، څو د الله د کتاب ساتنه وشي او پر علم، رښتینولۍ او کره پوهې ولاړ صحیح فهم ترلاسه شي.

مصنوعي ځیرکتیا د اوسمهاله زمانې د ټیکنالوژۍ له مهمو بدلونونو څخه ده، او په ډېرو برخو کې، د دیني متنونو د پروسس په ګډون، کارول کېږي.

خو مصنوعي ځیرکتیا د قرآن د سورو په اړه په لویو تېروتنو اخته شوې ده؛ څو موده وړاندې د فېسبوک یو شمېر کاروونکو د مصنوعي ځیرکتیا سره د «سورة الفلق» په اړه د خبرو اترو انځورونه خپاره کړل، چې پکې مصنوعي ځیرکتیا داسې کلمې کارولې وې چې د قرآن برخه نه دي، او کله چې ورته وویل شول چې دا سوره ناسمه ده، نو وروسته ئې سمه سوره وړاندې کړه.

د دین یو شمېر علماوو، مبلغینو او فقهاوو د مصنوعي ځیرکتیا په څېر د پروګرامونو، په ځانګړي ډول د انټرنېټي پلیټ فورمونو، د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی، ځکه چې د قرآن د آیتونو د تحریف خطر پکې شته.

علماوو له دیندارو خلکو غوښتي چې نااشنا پروګرامونه او پلیټ فورمونه لکه مصنوعي ځیرکتیا ونه کاروي، او پوهه د ې شي چې د قرآن ساتنه او د هغه د نص حفاظت یو مسوولیت دی چې ټول مسلمان نارینه او ښځې باید ورته پام وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4330826

captcha