IQNA

فلسطیني بنسټ یافاؤنډيشن د انساني ورورولۍ جایزې ګټونکی شو

10:30 - January 29, 2026
د خبر لمبر: 3492378
ایکنا - د «زاید» نومې  انساني ورورولۍ جایزې، فلسطیني بشردوستانه بنسټ «التعاون» د دغې جایزې د اووم پړاؤ  دریم ګټونکی اعلان کړ.

 ایکنا نیوز د   صدی البلد له قوله راپور راکړد، د زاید  انساني ورورولۍ جایزې د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپل  اووم  پړاؤ  دریم ګټونکی معرفي کړ او اعلان ئې وکړ چې فلسطیني بشردوستانه بنسټ «التعاون» به د ۲۰۲۶ کال د فرورۍ په ۴مه (۱۵ بهمن) د جایزې د ورکړې په مراسمو کې، د اذربایجان او ارمنستان ترمینځ د تاریخي سولې تړون او همدارنګه د افغان ښځو د زده‌کړې مدافع «زرغونه یفتالي» تر څنګ وستایل شي.

د دې بنسټ انتخاب د هغه د بشردوستانه هڅو په ویاړ شوی چې هر کال په فلسطین کې د څه باندې یو میلیون کسانو پر ژوند اغېز لري.

دغه بنسټ په ۱۹۸۳ کال کې د خپل تاسیس راهیسې، له یو میلیارد ډالرو څخه زیاتې پانګونې د بېلابېلو برخو لکه زده‌کړې، د ځوانانو پیاوړتیا، د یتیمانو ملاتړ، کلتور، د زړو ښارونو بیا رغونه، او همدارنګه د روغتیا، کرنې او بېړنیو بشردوستانه مرستو په برخو کې کړې دي.

دې بنسټ تر اوسه له ۸۲۰۰ څخه زیاتې پروژې پلي کړې دي چې د فلسطیني ټولنې د غړو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، پیاوړتیا، ټولنیز او کلتوري پرمختګ، د فلسطین د میراث ساتنه او دوامدار پرمختګ ته یې زمینه برابره کړې ده.

د زاید د انساني ورورولۍ جایزې عمومي منشي محمد عبدالسلام وویل: د اوومې مرحلې لپاره د دې جایزې د دریم ترلاسه کوونکي په توګه د «التعاون» بنسټ ټاکل، د دې بنسټ د بشردوستانه فعالیتونو ستاینه ده چې په خورا سختو شرایطو کې ئې د انساني کرامت په ساتنې او د فلسطیني ټولنې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه:   التعاون  فاؤنډ یشن د بشردوستانه او پرمختیايي کارونو یوه مخکښه بېلګه وړاندې کړې ده، او خپل اغېز ئې له بېړنیو مرستو څخه تر اوږدمهاله پانګونې پورې د زده‌کړې، روغتیا، د ځوانانو پیاوړتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې پراخ کړی دی.

د انساني ورورولۍ جایزه د متحده عربي اماراتو د مشر محمد بن زاید له خوا ورکول کېږي. دا جایزه د انساني ورورولۍ د تاریخي سند په چوکاټ کې ده چې د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په ۴مه، د پاپ د اماراتو د لومړي سفر پر مهال، د الازهر له شیخ سره لاسلیک شوی دی.

د زاید جایزه چې هر کال د فرورۍ په ۴مه، د انساني ورورولۍ په نړیواله ورځ ورکول کېږي، یوه خپلواکه نړیواله کلنۍ جایزه ده چې یو میلیون ډالر مالي جایزه لري.

دا جایزه هغو اشخاصو، بنسټونو او ادارو ته ورکول کېږي چې د انساني ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره ئې هڅې کړې وي، او ګټونکي ئې د ابوظبي په مراسمو کې وستایل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4330849

captcha