
ایکنانیوز د Sarawak Tribune له قوله راپور راکړی، هغه سړی چې د قرآن کریم د بېاحترامۍ په تور تورن دی، د ملایشیا د ساراواک ایالت په مرکز او تر ټولو ګڼ مېشته ښار «کوچینګ» کې ونیول شو.
یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه او د تنکو عبدالرحمان سړک په اوږدو کې ئې د قرآن کریم څېرل شوې پاڼې ښودلې، د دوشنبې په ورځ د دې ۵۷ کلن سړي د نیول کېدو لامل شوه.
دا پېښه تېره جمعه (د جنورۍ ۲۳ ) رامنځته شوې وه، او دوه اړوند ویډیوګانې د فېسبوک له لارې د یوه انټرنېټ کاروونکي له خوا خپرې شوې چې د خلکو اندېښنه او غوسه ئې راپاروله. دا موضوع همدارنګه د نږدې سیمې د څار کمرې (CCTV) له لارې تایید شوه.
د کوچینګ د پولیسو مشر، الکسسون ناګا چابو وویل چې دغه شکمن د پېښې تر څېړنو وروسته د تامان ګرین هیل په سیمې کې له یوه ریستوران څخه ونیول شو.
هغه زیاته کړه: لومړنۍ موندنې ښئي چې ښائي شکمن کس د نفسیاتي روغتیا ستونزې ولري. نوموړي وویل: دا عمل د توکم، مذهب یا د شاهي کورنۍ د سپکاوي یا د تاوتریخوالي د پارولو په نیت نه دی ترسره شوی.
الکسسون وویل چې دا قضیه د جزا قانون د ۲۹۵ مادې له مخې څېړل کېږي، چې د دین د سپکاوي په نیت د سپېڅلي کتاب د توهین جرم ګڼل کېږي او سزا ئې تر دوو کلونو بند، نغدي جریمه یا دواړه دي.
پولیس همدارنګه دا قضیه د ۱۹۹۸ کال د اړیکو او څو رسنیو د قانون د ۲۳۳ مادې له مخې هم څېړي، چې تر ۵۰ زره رینګیټه جریمه، تر یو کال بند یا دواړه سزاوې لري.
له عامو خلکو غوښتنه شوې چې که د دې پېښې په اړه نور معلومات لري، له نږدې پولیس سټېشن سره دې اړیکه ونیسي.
https://iqna.ir/fa/news/4330676