IQNA

امام علی(ع) او د خدای په لار کښې جهاد

12:26 - July 07, 2015
د خبر لمبر: 3325521
دزمری په شان به یې حمله کوله، د تندر غوندې به په دښمن ورپریوتۀ د دښمن لښکر به یې داسی له منځه وړۀ لکه طوفان چې خاورې اوخشاک له ځان سره وړی.په شا باندې یې زغره نه لرله ځکه چې هیڅکله به یې دښمن ته نۀ شا کوله او له جنګه به نۀ تښتیدۀ. د تیرې تورې ګذار یې د دښمن لپاره د مرګ غږ ؤ او دویم ګوزار ته یې حاجت نه درلود.


امام علی(ع) او د خدای په لار کښې جهاد

اسلام د سولې پخلاینې دین دی او له سړی وژنې او مرګ ژوبلې سره موافق نۀ دی او د هغه لپاره چې په لوی لاس او قصدا او بی دلیله کوم ایمانداره کس ووژنی د همیشنی عذاب سزا مقرره کړې ده. خو سره د دې، اسلام د خپل هر اړخیزوالی او بشپړتیا له امله یو نړیوال دین دی نو پکار ده چې ټول یې ومنی.

څرګنده ده چې هماغه کسان چې د اسلام له سپیڅلو اصولو او سمو طریقو څخه یې ګټو ته خطره وه، له اسلام سره مقابلې ته پاڅیدل او خدای پاک همدغو ظالمانو، ښکیلاک ګرو او زبیښاک ګرو سره د مقابلې لپاره د جهاد حکم ورکړو. چې له هغو کسانو سره چې له اسلام سره دښمنی لری او اسلام له منځه وړل غواړی مقابله وشی.

همدا راز عقل هم وای چې کله درباندې تیری زیاتی وشی نو پکار ده چې د ځان دفاع وکړې او دا هم د جهاد یوه څانګه ده چې عقل، فطرت او انصاف پرې حکم کوی.

د خدای د رسول(ص) اکثره جنګونه همداسې وو. او حضرت امام علی(ع) په دغو اکثرو جنګونو کښې شریک ؤ او له خدایه پرته له بل چا نۀ ویریدۀ. هغه به په جنګونو کښې بیرغوال، مخکښ، نۀ ستړی کیدونکی، بې ساری او بې مثاله ؤ.

دزمری په شان به یې حمله کوله، د تندر غوندې به په دښمن ورپریوتۀ د دښمن لښکر به یې داسی له منځه وړۀ لکه طوفان چې خاورې اوخشاک له ځان سره وړی.په شا باندې یې زغره نه لرله ځکه چې هیڅکله به یې دښمن ته نۀ شا کوله او له جنګه به نۀ تښتیدۀ. د تیرې تورې ګذار یې د دښمن لپاره د مرګ غږ ؤ او دویم ګوزار ته یې حاجت نه درلود.

د حضرت امام علی علیه السلام شهادت

د هجرت په څلویښتم کال په مکې کښې ځنې خوارج راغونډ شو او غښته یې وکړه چې حضرت امام علی علیه السلام معاویه او عمر عاص په کوفې شام او مصر کښې په ټاکلو وختونو کښې ووژنی. دوی د روژې د مبارکې میاشتې نولسمه شپه د وژلې وخت وټاکۀ. د عبدالرحمن ځوې ملجم د حضرت امام علی علیه السلام په شهیدولو، د صریمی ځوی حجاج د معاویه په وژلو او د بکر تمیمی ځوی عمرو د عمرو عاص په وژلو وګمارل شول .

ابن ملجم په همدې خاطر کوفې ته راغی خو څوک یې له خپل سپیرۀ او پلیت نیته خبر نۀ کړل. تر دې چې یوه ورځ د یو خوارج په کور کښې له یوې ښائسته جینۍ "قطامه" سره مخامخ شو په هغې یې زړه وبائیله او ځان له یې وغوښته، قطامه ورته وویل زما مهر درې زره درهمه، یو مرئې او د حضرت امام علی علیه السلام شهیدول دی. قطامه چې پلار او وروڼه یې د نهروان په جنګ کښې مړۀ شوی وؤ، خیال کوؤ چې حضرت امام علی یې پلار او وروڼه وژلی دی. خو حقیقت داسی نۀ ؤ، غرض دا چې ابن ملجم قطامه ته وویل چې زۀ هم د همدی کار لپاره کوفې ته راغلی ؤم. او اوس په خپله اراده لا کلک شوم.

بالاخره هغه سپیره شپه راورسیده، ابن ملجم له خپلو دوؤ ملګرو سره د روژی نولسمه شپه د کوفې په جماعت کښې تیره کړه. قابو دیرش او څو کاله مخکښې حضرت امام علی(ع) له ګران رسوله اوریدلی وؤ چې د روژې په میاشتې کښې به له دنیا ځی.

(نوره قیصه به د حضرت علی علیه السلام له خلې واورو)

"..... او چې کله پیغمبر(ص) د روژې د مبارکې میاشتې په باب هغه مشهوره خطبه ولوسته نو زۀ پاڅیدم او تپوس مې ترې وکړ چې ای د خدای رسوله! په دې میاشتې کښې ډیر ارزښتناک عمل او کار کوم دی؟ وې فرمایل "له ګناهانو ځان ساتل، بیا پیغمبر(ص) سخت وژړل او ماته یې ووئې چې تۀ به هم په دې میاشتې کښې شهیدیږې.                                                                                                

د امام علی علیه السلام له کړو او ویناوو هم دا څرګندیده چې دی په دې میاشتې کښې شهیدیږی، ځکه چې په همدې کال یې ویلی وو چې دا ځل به د حج په موسم کښې زۀ ستاسو په منځ کښې نۀ یم. همدا شان کله به چې خلقو له امامه پوښتنه کوله چې په دې میاشتې کښې ولې کمه ډوډۍ خورې نو امام به فرمایل: "غواړم چې په تشه خیټه د خدای کتنې ته ورشم"

د روژې نولسمه شپه یې ټوله روڼه کړه او فرمایل به یې "په خدای قسم دروغ نۀ وایم او ما ته دروغ نۀ دی ویل شوی، نن هماغه شپه ده."  او بالاخره د هغې شپې په سهار مهال کله چې د متقیانو موﻻ جمات ته راغی نو سهار  د لمانځه په وخت د نړۍ تر ټولو د پلیت سړی ابن ملجم خونړۍ او زهرژنه توره د حضرت امام علی علیه السلام په مبارک سر ولګیده او دا نمر د عبادت په مهراب کښې په وینو کښې رنګین شو او دوه ورځې پس د روژې د مبارکې میاشتې په یوویشتمه شپه د هجرت په څلویښتم کال دغه نمر پریوته .

د هغوی مبارک بدن د عراق په نجف ښار کښې خاورو ته وسپارل شو چې اوس هم د مسلمانانو او د هغوی د لیوالو د زړونو کعبه ده؟ حضرت امام علی علیه السلام لکه څنګه چې ټول عمر د خدای پاک په یاد کښې تیر کړو. ددغې پیښې په وخت هم د خدای پاک په یاد کښې ډوب ؤ ځکه چې کله ابن ملجم خونړۍ توره د هغه په مبارک تندی ولګیده نو لومړۍ جمله یې دا وه "فُزْتُ وَ رَبِ الکَعبه" د کعبې په رب قسم چې کامیاب او بریالی شوم"

بیا یې امام هماغه شان په وینو لړلی کور ته بوتللو، امام علی په دغه موده خپلو بچو ته وفرمائیل چې زما قاتل په ما یوازې یو ګوزار کړی دی نو پکار ده چې یوازې یو ګوزار پرې وکړی شی او هغه سره دې ښۀ سلوک وشی.

امام دوه ورځې د شهادت په بسترې پروت ؤ او بیا هم هره شیبه د خلقو د نیکمرغۍ او ښیګړې په فکر کښې ؤ او سره له دې چې حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم او پخپله حضرت امام علی علیه السلام تر دې مخکښې هم ډیر ځله د امام حسن، امام حسین او ورپسې تر دولسو امامانو پورې د ټولو د امامت یادونه کړې وه خو بیا هم امام علی علیه السلام د خپل عمر په وروستو شیبو کښې د حجت د تمامولو لپاره خلقو ته د دوی د امامت خبره بیا وکړه.



د امام علی(ع) وروستۍ خبرې

امام د ژوند په وروستیو شیبو کښې خپلو بچو، خپلوانو او ټولو مسلمانانو ته وصیت وکړ چې ".....تاسو تقوی او له خدایه ویرې ته رابولم، خپل کارونه او چارې منظمې او سرڅڼه ساتئ او تل د مسلمانانو تر مینځ د اصلاح او رغاونې په فکر کښې اوسئ، یتیمان مۀ هیروئ او د ګاونډیانو د حقونو خیال ساتئ، قران د ځان لپاره یو عملی پروګرام وګرځوئ "اَلله اَلله فِی الصَلواةِ فَاِنَهَا عَمودُ دِینِکُم" د نمونځ ډیر خیال ساتئ او درنښت یې کوئ ځکه چې دا مو د دین ستنه ده. د خدای پاک په لار کښې په خپل سر، مال او ژبې سره جهاد کو ئ، له یو بل سره غږ مله اوسئ، ښو ته رابلل اؤ له بدو منعې کول مۀ پریږدئ ځکه چې که د خدای فرض او دنده مو پریښوده نو ستاسو د ټولنې پلیت او ظالم کسان به په تاسو واکمن شی او بیا چې هغوی ته هر څومره هم ښیرې وکړئ خدای یې نۀ قبلوی.

د حضرت امام علی علیه السلام په اثارو کښې د هغوی یو مشهور اثر نهج البلاغه دی چې په دې کتاب کښې د حضرت امام علی علیه السلام قابو 239 خطبې را نقل شوی دی. د خطبو نه علاوه پکښې دعاګانې، وصیتونه، لیکونه او د امام علی علیه السلام ارزښتناکې او له نصیحته ډکې وړې وړې جملې هم شته، دا کتاب یو بزرګوار او شریف سید رضی چې یو ادیب، شاعر او عالم سړی ؤ قابو زر کاله مخکښې راغونډ کړی دی.(او د پښتو ژبې مشهور شاعر حمزه بابا په اول ځل په پښتو کې ترجمه کړی دی).                          

مسعودی چې له سید رضی قابو سل کاله مخکښې اوسیدۀ د "مروج الذهب" کتاب په دویم ټوک کښې وائی:

هغه خطبې چې  خلقو په بیلا بیلو  موقعو کښې د حضرت امام علی علیه السلام له خلې غونډی کړی تر څلور سوه اتیا خطبو زیاتې دی. حضرت امام علی علیه السلام دغه خطبې فی البدیهه او بې له څه یادښته او ځان ته لیکلو ویلی دی او خلقو به ترې هم لیکلې نو له دې معلومیږی چې د حضرت امام علی علیه السلام خطبې  ډیرې زیاتې دی حال دا چې سید رضی بزرګوار په نهج البلاغه کښې یوازې 239 خطبې راغونډې کړی دی.(سیری در نهج البلاغه ایت 1 استاد مطهری).

captcha