IQNA

طالبانو په افغانستان کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو فعالیت ځنډولی دی

13:11 - November 02, 2025
د خبر لمبر: 3491956
ایکنا – د افغانستان په کابل کې خبروسرچینو ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت په افغانستان کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه ځنډولي دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په کابل کې د خبرو او خبری سرچینو په حواله وئيل شوي دي، چې په دغه هیواد کې د قلم، استقامت، ابن سینا او دنیا په نامو سره دخصوصی پوهنتونونو فعالیتونه تعلیق شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دغو پوهنتونونو د تعلیق امر د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم په لاسلیک صادر شوی دی.

د سرچینو په خبره، طالبانو خبرداری ورکړی چې که یادو پوهنتونونو په یو کال کې تر پام وړ پورې شرایط پوره نه کړل،  نو د فعالیت جوازونه به ئې لغوه شي.

د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان پر پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو د محدودیتونو د دوام په ترڅ کې شوې ده.

د یادونې ده چې افغان طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو او روغتیايي انسټيټوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو تر امرثاني پورې بندیز لګولی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166654

captcha