IQNA

د اوقافو د معارفی سیالیو د ۴۸پړاؤ د قاضیانو د پلاوي نامې اعلان شوې

13:12 - November 08, 2025
د خبر لمبر: 3491977
ایکنا -  د ایران د  قرآن دعمومی سیالیو د  اته څلویښتم پړاؤ د معارفي برخې د نهائي مرحلې  د قاضیانو د پلاوي د غړو نامې د اوقافو  او د  خیریه چارو د وادارې د قرآنی چارو د مرکز له خوا  اعلان شوې.

ایکنانیوز راپور راکوي،  د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته څلویښتم پړاؤ د نهائي مرحلې د قاضیانو د پلاوي دغړو نامې  د اوقافو او د خیریه چارود د ادارې  له خوا چې  د   لیندئ یا میزان د میاشتې په شپاړسمه نیټه په قم ښار کې ترسره کیږي، اعلان شوې چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.

د قاضیانو د پلاوي مشر حجةالاسلام محمد علی رضائي اصفهاني

د سیالیو لوړ څارونکی حجةالاسلام سید جعفرموسوي زاده

د مطلب د وړاندې کونې د مهارت  دبرخې قاضیان عباس سلیمی او سیده معصومه  طباطبائي

 د نړیوالې برخې قاضیان حجة الاسلام محمد حسین رفیعي، کیومرث بهزادیان او سید مصطفی حسینی نیشابوری

د ملی برخې  د قرآن کریم د معارف دڅانګې قاضیان،حجةالاسلام سید محمد نقیب او عبدالهادی فقهی زاده

د نهج البلاغې د معارف د څانګې قاضیان؛ حجةالاسلام جواد کرمی او بخشعلی قنبری

د صحیفه سجادیه د معارف څانګې قاضیان حجةالاسلام محمد صادق کفیل  او مهدي معتمدي.

ددغې برخو د پيلیدا دستورې  د لیندئ یا میزان د میاشتې  په لسمه نیټه سهار له نهه نیمو بجو تر یولس نیمو بجو پورې په قم ښار کې ترسره کیږي او دهمدغې ورځې مازدیګر هم له دوو بجو  تر پنځو بجو پورې  به ددغې څانګې په کتبی امتحان کې ګډون وکړي.

دغه راز شفاهي امتحان هم د لیندئ دمیاشتې په یولسمه نیټه او د لیندۍ ترپنځلسمې نیټې پورې ترسره شي .پردې اساس  به د میرمنو د برخې امتحان هم په همدغو ورځو کې له دوو بجو څخه تر پنځو بجو مازدیګر  و دښاغلو  امتحان به هم  له شپږنیمو بجو تر  نهو بجوپورې ترسره شي.

سیالۍ کونکي به د قرآن کریم دعمومی سیالیوددغې برخې د ترسره کیدا په وخت کې له ماسپين څخه  مخکې د کلتوری پروګرامونو په بهیر کې چې د سیالیو د اجرائي کمیټې سکرټریټ د دوي لپاره په نظر کې نیولی دی هم برخه واخلي .

 ددغو سیالیو پایزې او دغوره کسانو د نازولو دستورې به هم د لیندئ دمیاشتې په شپاړسمه یعني په ورپسې ورځې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4315149  

captcha