IQNA

مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر:

د پیغمبر صلی الله علیه وآله د وجود حقیقت الهی رحمت دی / ټولنیزه چینلو کې د نبوی ښودو خپرولو ضرورت

2:18 - December 14, 2015
د خبر لمبر: 3462794
خارجی څانګه: علی اکبر ضیایی وویل: بی له شکه چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وآله سپېڅلې ذات د الهی نومونو او صفاتو جلوه ګاه او الهی رحمت او د هر قسمه تاوترخوالی نه پاک دی.


مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر علی اکبر ضیایی، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره مرکه کې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله کلیزی مناسبت سره د نبی مکرم صلی الله علیه و آله شخصیتی ابعاد باندې رڼا اچولو سره وویل: بی له شکه چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وآله سپېڅلې ذات د الهی نومونو او صفاتو جلوه ګاه او الهی رحمت او د هر قسمه تاوترخوالی نه پاک دی.

ضیایی اسلامی رسانۍ رول د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و اله رسالت او د نبوی ښودو نړیواله کولو ته اشاره وکړه او وی ویل: اسلامی نړۍ کې ټولې رسنۍ باید د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د اسلام حقیقی مخ نړیوالو ته معرفی شی.

هغه زیاته کړه: ښه به وی چې د اسلامی رسنۍ په ځای د اسلامی نړۍ ټولنیزه چینلو باندې خبره وکړو، ځکه چې اوس ټولنیزه چینلې دا توان لری چې د نورو رسنۍ ځای ونیسی، نو ځکه هغه پوهه مسلمانان باید کوښښ وکړی چې په دغه ټولنیزه چینلو کې د اسلام رحمانی مخ او نبوی صلی الله علیه و آله ښودنې د نړۍ خلکو ته معرفی کړی او په دې اړه د اهل بیت علیهم السلام معارفو ژباړه او خپرول او تبلیغ کول دهریانو او اهل کتاب ته ډېر مفید او ګټه ور وی.

مالیزیا کې د ایران کلتوری اداری مشر د داعش غوندې ډلو ته اشاری سره چې نن د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د اسلام نوم د انسانانو مرګ او تاوتریخوالی او ترهګری لپاره ترې ناوړه استفاده کوی(د داعش بیزغ کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله نوم نه هم ناوړه استفاده شوی) وویل:داعش او نور ترهګره او افراطی ډلی د چې د اسلام او د پیغمبر صلی الله علیه وآله نوم نه تاوترخوالی لپاره تری ناوړه استفاده کوی شکست سره مخامخ کېږی او د هغی تبلیغات به بی فایده وی « هباء منثورا: تشه دوړه» وی، ځکه چې اخیره کې به اسلام ګټی او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم امت د هغوی د وجود له برکت او د پیغمبر صلی الله علیه و آله شفاعت لرونکې دی، د پیغمبر صلی الله علیه و اله وجود د الهی رحمت تجلی ګاه ده.

ضیایی اخیره کې دې وینا سره چې شیعیانو او اهل سنتو دواړه د ترهګرو ډلو او د داعش جنایاتو خلاف دی، څرګنده کړه: د اهل سنت څلور مذهبونه او صوفی طرق عامه او خاصه کې او همدارنګه شیعیان خپل اعمالو کې د هر قسمه تاوتریخوالی او افراط سره مخالف دی او د اهل سنت څلورو مذهبونو عالمانو سیره کې د افراطی ډلو او حدیث ګرا او ظاهر منونکو سره لکه د ابن تیمیه او محمد بن عبدالوهاب غوندې کسانو سره مقابلې څرګندی دی او دا یو حقیقت دی چې اسلامی نړۍ له دی انحرافی غورځنګونو لکه داعش او تکفیری ډلو سره مقابلی لپاره پاڅون کوی او ډېر زر به مونږ دا دی بهېر شاهدان وګرځو.



http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3461906

captcha