IQNA

د الازهر په ۳۰ ژبو کښې د قرآن کریم ژباړې طرحه

11:39 - April 04, 2018
د خبر لمبر: 3481150
نړیواله ډله: د مصر الازهر پوهنتون مشر یوسف عامر د الازهر ژباړې مرکز له اړخه د قرآن کریم د نړۍ په ۳۰ ژوندۍ ژبو کښې د ژباړې خبر ورکړي.
د الازهر په ۳۰ ژبو کښې د قرآن کریم ژباړې طرحهد ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر پوهنتون مشر او د الازهر د ژباړې مرکز سرپرست د «د اسلامی کلتور په خپرېدو کښې د الازهر د ژباړې مرکز رول» سيمینار چې د مصر په «اسکندریه» ښار کښې پیل شو ته په خپل تقریر کښې د قرآن پاک د نړۍ په ۳۰ ژوندۍ ژبو کښې ژباړه کولو طرحه په دې مرکز کښې ترسره کولو خبر ورکړو.
هغه د اسلامی کتابونو ژباړه په اړه د الازهر د ژباړې مرکز رول ته اشارې سره څرګنده کړه: الازهر هڅه کوې چې له دې لارې د اسلام حقیقي مخ خلکو ته څرګنده کړې او هم له دې لارې د هغه کسانو لپاره چې د اسلام نه خپلې ګټې لپاره یا د نادانې له سبب د اسلام غلط اطلاعات وړاندې کوي مخنیوي وکړې.
عامر دې بیان سره چې دا مرکز په یو نیم کال کښې ۱۵۴ کتابونو ژباړې وړاندې کړې توضیح ورکړه: اوس هم پنځه طرحې د اجرا په مرحله کښې دې چې له هغو لومړۍ د قرآن کریم د نړۍ په ۳۰ ژوندۍ ژبو کښې ژباړه ده چې تراوسه په درې ژبې انګلیسې، فرانسوي او سواحلي تر پایی رسېدلې.
هغه همدارنګه د شیخ محمد متولی شعراوی(د مصر د مشهور مفسرانو چې په ۱۹۱۱- ۱۹۹۸ دوره کښې ژوند کړي) د تفسیر غږیز ژباړه د صوت القاهره غږیز شرکت سره په همکارۍ ترسره کولو او همدارنګه د نورو طرحو خبر هم ورکړو.
یادښتونه: د مصر اسکندریه کتاب نندارتون له د دې کال ۱۱ فروردین نه تر ۲۰ فروردین پورې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3702694
captcha