IQNA

د کشمیریانو د وژلی د بندولو لپاره له هند څخه د اسلامی همکارۍ د سازمان غوښتنه

19:56 - October 03, 2018
د خبر لمبر: 3481576
نړیواله ډله: د اسلامی همکارۍ سازمان سرمنشی؛ له هند څخه وغوښتل، د کشمیر سیمی د خلګو وژل؛ او د بشری حقوقو خلاف ورزې ختمه کړی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د«یوسف بن احمد العثیمین» له قوله؛ هند باید د مذاکرې له لاری، او د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو سره سم، د کشمیر مسئله هواره کړی، او د یادې سیمی د خلګو پرحقو غوښتنو ته احترام وکړی. نوموړی، د هند ترکنټرول لاندی کشمیر کی د بشری حقوقو په پایمالیدو په نیوکی کولو سره، زیاته کړه: نوئ ډیلی باید هرڅه ژر، پدې سیمه کی وژله بنده کړی. د هند ترکنټرول لاندی کشمیر مسلمانان، د اسلامی همکارۍ له سازمان څخه انتظار لری، چی د دغې سیمې کړکیچ ته په داخلیدو سره، د هغه د هوارۍ په منظور هڅه وکړی. هند او پاکستان؛ چی په ۱۹۴۷ م کال کی خپلواکۍ ته ورسیدل، د کشمیر د مالکیت په سر له یو بل سره اختلاف لری، او د دغې سیمی کړکیچ، د هغې  خاورې یوه ډیره اوږده مناقشه ده، چی هماغه راز د هند ترکنټرول لاندی کشمیر د خلګو لپاره لانجه پیدا کونکې ده. د کشمیر د مالکیت په سر؛ د هند او پاکستان د ۱۹۴۸ م کال له جګړې وروسته، د ملګرو ملتو د امنیت شورا، د پریکړه لیک په صادرولو سره، د کشمیر د برخلیک د ټاکل کیدو لپاره، د رفرانډم او ټول پوښتنی د ترسره کیدو غوښتونکې شوه، ترڅو د دغې سیمی خلګ؛ د کشمیر د بدلونونو د راتلونکی په هکله خپل نظر اعلان کړی. دا پداسی حال کی ده، چی هند نه یواځی د کشمیر د برخلیک ټاکلو لپاره له ټول پوښتنی سره مخالف دئ، بلکه دغه سیمه؛ د خپلې خاوری نه بیلیدونکی جزء بولی، او د پاکستان له دولت، او د دغې سیمی د خلګو د نمایندګانو سره هر ډول مذاکره هم ردوی.د کابل پوهنتون استاد، سید«رحمت الله ناصری» پدې هکله باوری دئ:« د هند پولیسو په وسیله؛ د کشمیر مسلمانانو وهل ټکول، هیڅ ډول توجیه او دلیل نه لری. ځکه؛ که چیری په یوه ټولنه کی د قانون ماتونکو په وسیله ناوړه کار ترسره شی، باید د قانون په اساس، د هغه عامل یا عواملو ته سزا ورکړه شی. مګر؛ دا چی که په یوه سیمه کی، زیات شمیر ښاریز؛ د خپلو مشروعو حقوقو
د غوښتلو په منظور، په سوله ایزه توګه بهرته را ووځی، هیڅ
عقل او منطق؛ له هغوی سره د واکمن نظام مقابله، چی د ګڼو اعتراض کونکو خلګو د عام قتل او وژلې سبب شی، نه منی».
پاکستان؛ د کشمیر مالکیت، له هند سره د مناقشې وړ بولی، او باوری دئ، چی ترڅو پوری دغه هیواد د کشمیر د کړکیچ لپاره، ګام وانخلی؛ د نا امنۍ او لانجې فضا به، د آسیا د جنوب په سیمی باندی واکمنه وی. که څه هم هند تل؛ له کشمیری ډلو سره په خبرو اترو ټینګار لری، خو نوئ ډیلی؛ د هند د اساس قانونی په اساس، د خبرو اترو غوښتونکئ دئ، چی کشمیری ډلی هغه نه منی، او پدی باور دی چی د هند د اساسی قانون په اساس، خبری اترې؛ پدې سیمی باندی د دغه هیواد د حاکمیت د منلو په معنا دی، چی ورسره مخالف دی.
په هند کی د امنیتی چارو څیړاندئ«پرکاش ملک» پدې هکله وایی:« د هند سیاسی مشران باید، د کشمیر له خلګو سره د خبرو اترو، او د ناوړه تفاهم د لیری کولو لپاره پخپل ټول توان هڅه وکړی، او نوئ ډیلی باید، د کشمیر د مشکل د هوارۍ لپاره، یواځی په پوځی ځواکونو تکیه ونه کړی. ځکه؛ پوځ په یواځی سر د کشمیر د مشکل د حلولو، او د نا رضایتیو د پایته رسولو توان نه
لری، او د هغه د هوارۍ وروستۍ حل لاره، سیاسی خبری اتری دی».
په هر حال؛ د کشمیر مسلمان خلګ انتظار لری؛ د اسلامی همکارۍ سازمان، چی له ملګرو ملتو وروسته، ډیر ستر نړیوال سازمان دئ، د کشمیر کړکیچ ته په جدی پاملرنی سره، د هغه د هوارۍ په منظور هڅه وکړی. که څه هم هند؛ د کشمیر د بحران د هوارولو په منظور، د نړیوالو ارګانونو له مداخلې سره مخالف دئ، خو پاکستان؛ د کشمیر د مناقشې د یو اړخ په توګه، په ځلونو له نړیوالو سازمانونو څخه، د کشمیر د کړکیچ د هوارۍ لپاره، د هند په دولت د دباؤ اچولو غوښتنه کړې ده، چی دا د کشمیر د لانجې د هوارولو په منظور د اسلامی کنفرانس د لاس په کارکیدو لپاره مناسبه زمینه کیدلای شی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i76986
بچوې: ایکنا
captcha