IQNA

لبنان ولسمشر د حزب الله د بې وسلې کولو له پلانه په شا شو

6:45 - October 29, 2025
د خبر لمبر: 3491938
ایکنا - د لبنان ولسمشر جوزف عون»  د متحده ایالاتو او اروپایي منځګړو سره په لیدنې کې روښانه کړې چې د لبنان پوځ  له حزب الله سره  دمخامخ کیدا  وړتیا نلري او د دې غورځنګ  د بې وسلې کولو لپاره هر ډول هڅې به داخلي ټکر ته لاره  هواره کړي.

ایکنانیوز د پارس ټوډی له قوله راپور راکوي  د لبنان الاخبار ورځپاڼې  په راپور کې ویلي چې د لبنان  ولسمشر د متحده ایالاتو او لویدیځو هېوادونو ددباؤنو په ځواب کې چې د حزب ا... د بې وسلې کولو  د پلان دپلي کولو لپاره دی،ووئیل؛ د داسې یوې پرېکړې  د زور خبرې پلي کول ناممکن دي او دا به داخلي جګړې ته لاره هواره کړي.

د الاخبار ورځپاڼې په لیکنه، « د لبنان ولسمشر جوزف عون»  د متحده ایالاتو او اروپایي منځګړو سره په لیدنې کې روښانه کړې چې د لبنان پوځ  له حزب الله سره  دمخامخ کیدا  وړتیا نلري او د دې غورځنګ  د بې وسلې کولو لپاره هر ډول هڅې به داخلي ټکر ته لاره  هواره کړي.

جوزف عون ټينګار وکړ چې د حزب ا .... لخوا د خپلو وسلو ددفاع کولو دریځ یوازې یو سیاسي دریځ  نه دی بلکې په  ټول لبنان کې  ددغه  دریځ په جدیت  خبر دي چې ددغو وسلو د ساتلو هدف څه دی. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې  د متحده ایالاتو استازي، تام باراک» د بيروت د سفر په پیل کې، په ګواښونکي ډول له لبناني چارواکو  غوښتي چې یا له اسرائیلو سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړي چې د حزب  ا... د بې وسلې کولو لپاره وخت  پلانونه وکړي  یا لبنان به په خپل حال پرېږدي.

د پارس ټوډي د راپور په اساس ، د لبنان په چارو کې د متحده ایالاتو مرستیال استازي، مورګان اورتګاس» د  دلبنان له ولسمشر ژوزف عون د پارلیمان له مشر  نبیه بري  سره په لیدو کې، د حکومت په واک کې د وسلو  په ورکولو   او له تل أبيب سره د  نوو خبرو اترو په  پیلولو  باندېټينګار کړی دی؛ داسې موضوع چې د پارلمان مشر دا د دواړو خوا د اوربند په چوکاټ کې له ژمنو سره په ټکر کې ګڼي او د لبنان لخوا ئې د  مخکینیو تړونونو په پابندۍ باندې ټينګار وکړ .

په وروستیو میاشتو کې، د لبنان حکومت د واشنګټن په دباؤنو سره  او د شيعه استازو په نشتوالي کې، د حزب ا... غورځنګ د بې  وسلې کولو لپاره یو پلان تصویب کړی چې د مقاومت ډلو له سخت مخالف سره مخ شوی دی. د لبنان د حزب ا... عمومی منشي  شيخ «نعیم قاسم»  دا ګام   خطرناکه لوبه  او د اسرائیلي موخو لپاره ګټه ور ګڼلی او ټينګار ئې کړی دی چې حکومت باید د هېواد دښمن ته د سپارلو  پر ځای د ملي حاکمیت په دفاع باندې تمرکز وکړي.  

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i26374

captcha