ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر دې ته په اشارې سره چې قرآني محفلونه یو داسې فرصت دی څو د ژوند لاره له قرآن سره منظمه کړي ، ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت د اویاړ لري ، چې په اسلامی نړئ کې د قرآن ترټولو دوامدارې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي او باید د کلمې په حقیقي معنا سره د اسلامي نړۍ ځانګو شي.
ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو ادارې مشر او د ولی فقیه نماینده ، حجةالاسلام سید مهدي خاموشي د دوشنبې په ماښام د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته څلویښم پړاؤ په پایزو دستورو کې چې د سنندج ښار د فجر په نامه د غونډو په ستر هال کې ترسره شوې ، ددې خبرې په کولو سره چې قرآن کریم د حیات طیبه منشور او د مومنانو د ټولنې لارښود دی ،ووئيل؛ قرآڼ د هدایت او حیات کتاب دی او هره هغه ټولنه چې دا دخپل ژوند چورلیز وګرځوي ، د عزت او نیکمرغۍ لار به کچ کړي.
هغه په دوام کې ووئيل؛ نن سبا د نړئ درستې کیمرې په غزې کې د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه ثبتوي او ددنیا عمومی افکار پوهه شوي دی چې امریکا د فلسطین په مظلومو خلکو د ظلم اصلي عامله ده .
https://iqna.ir/fa/news/4313234